په افغانستان کې د میلیونونو ډالرو په لګښت د فوټبال نړیوال لوبغالی جوړیږي

ویل کیږي چې د (ازادۍ لوبغالي ټولنه) په پام کې لري چې د میلیونونو ډالرو په لګښت په کابل کې په نړیوال معیار برابر د فوټبال نړیوال لوبغالی جوړ کړي.

په همدې حال کې د (ازادۍ لوبغالي ټولنې) ویاندې او د بهرنیو اړیکو مسوولې مژده جمالزاده په خپلې رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې په دې برخه کې ورسره د سوک وهنې نړۍ پخواني اتل امریکایي مشهوره لوبغاړي محمد علي کلي مرسته کوي.

دغه راز د امریکا غږ راډيو سره په مرکه کې نوموړې ویلي چې دغه لوبغالې به د ۲۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت په کابل کې جوړ شي.

د اغلې جمالزاده په وینا چې دوی په پلان کې لري، چې نه یواځی په کابل کې دغه معیاري فوټبال لوبغالی جوړ کړي؛ بلکې ترڅنګ به یې کلینیکونه، درملتونونه، وړکتونونه او د ځوانانو او تنکیو ځوانانو له پاره ښوونځي هم ولري.

د نوموړې په وینا چې د (ازادۍ لوبغالي ټولنې) مسول عطا امین په همدې موخه د سوک وهنې نړۍ له پخواني مشهوره سوک وهوونکي محمد علي کلي سره ولیدل او په دې برخه کې یې د نوموړي همکاري وغوښته.

د اغلې جمالزاده په وینا، چې د دوی دغه ټولنه په رسمي توګه دوه اونۍ وړاندې د یوې بې ګټې موسسی په توګه د امریکا متحده ایالتونو کې ثبت شوه.

ویل کیږي، چې په کابل کې د فوټبال نړیوال لوبغالي او ورسره نورو اړینو ځایونو جوړولو له پاره به د مرستو  راټولولو لړۍ په امریکا کې د سوک وهونې نړۍ پخواني اتل محمد علي کلي په کور کې پیل شي.

د مژده جمالزاده په وینا چې له پخواني مشهوره سوک وهونکي محمد علي کلي سره دا موافقه هم وشوه، چې د کابل په فوټبال لوبغالي کې به د محمد علي کلي په نوم یو مرکز هم جوړ شي.

د سرچينې په خبره چې په دې برخه کې ورسره سوک وهونکي علي دمرستې ژمنه کړې

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په افغانستان کې د فوټبال نړیوال معیار برابر لوبغالي نه شته او له همدې کبله دافغانستان د کوربتوب ټولې سیالۍ له هیواده بهرترسره کیږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام