د فېبرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې سره برابره ده او دغه ورځ د افغانستان په ګډون زیات شمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د مورنۍ ژبې په اړه جوړې شوې غونډې ته د دې وزارت فرهنګي معین محمد رسول باوري وویل، په مورنۍ ژبې زده کړې خورا ارزښت لري او هغه کسان چې په مورنۍ ژبې زده کړې وکړي د زده کړو کچه يي لوړه وي.
باوري زیاته کړه، ټولې ژبې یو شان برابرې دي؛ خو مورنیو ژبو ته باید ډېر پام وشي.
باوري وویل، په اوسنیو شرایطو کې ځینې ګاوندي هېوادونه په افغانستان کې ژبنیو اختلافاتو ته لمن وهي او له دې لارې د ولس ترمنځ نفاق رامنځته کولو هڅه کوي، چې باید مخنیوی يې وشي.
غونډې ته، په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکارې ملالۍ شینوارې د دغې ورځې په مناسبت د ولسمشر اشرف غني پیغام ولوست. په پيغام کې پوهنې وزات ته سپارښتنه شوې وه، چې په مورنۍ ژبې زده کړو ته دې پام وکړي او په دې لار کې شته نیمګرتیاوې دې له منځه یوسي.
د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ په مورنۍ ژبه زده کړې د هر ماشوم حق دی خو اوس لا هم په بېلابېلو ولایتونو کې زیاتره ماشومان تراوسه له خپل دغه اساسي حقه برخمن شوي نه دي.