په هېواد کې د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت او مخدره توکو د جرمنو دفتر چارواکي وايي، چې په روان ۲۰۱۶ م ز کال کې د مخدره توکو په کښت او تولید کې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د یاد وزارت چارواکي د یوې خبري ناستې پر مهال زیاته کړه، چې په روان زېږديز کال کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې شاوخوا ۲۰۱ زره جریبه ځمکې باندې کوکنار کرل شوي دي.
د دغه کلني راپور پایلې په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې سږکال د کوکنارو د له منځه وړلو له پاره په هڅو کې۹۱ سلنه کموالی راغلی دی.
د دې وزارت وزیرې سلام عظیمي په خبري غونډه کې وویلو چې سږ کال په هلمند کې له ۸۰ هکتاره ډېره ځمکه باندې او په بادغیس کې له ۳۵ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي، چې دغه ولایتونه د نورو هغو په پرتله د نشه یي توکیو د کښت له مخې ستر تولیدوونکي ولایتونه دي.
خو د دې په خبره، په روان زېږديز کال کې په ۱۳ ولایتونو کې کوکنار نه دي کرل شوي.
له نشه يي توکیو سره د مبارزې وزیرې زیاته کړه، چې روان زېږدیز کال کې د تېر کال په پرتله په شمالي حوزه کې ۳۲۴ سلنه، په شمال ختیځه حوزه کې ۵۵ سلنه، په ختیځه حوزه کې ۴۴ سلنه، په مرکزي حوزه کې ۲۴ سلنه او په لویدیځه حوزه کې ۱۵ سلنه د کوکنارو په کښت کې زیاتوالی راغلی دی.
په ورته وخت کې له نشه يي توکیو سره د مبارزې ورازت داخله مرستیال باز محمد احمدي وايي، چې په روان زېږدیز کال کې یې د قاچاق وړونکیو د نیولو په پار ۲۶۰ عملیات کړي، چې په پایله کې یې یو زرو او ۴۰۸ تنه کورني او بهرني قاچاق وړونکي نیول شوي دي.
د احمدي په خبره، ډېر قاچاقبران د حامد کرزي په هوايي ډګر کې نیول شوي دي.
د ده په خبره، د نشه یي توکیو د پروسېس د مخنیوي له پاره یې په هېواد کې ځانګړي عملیات کړي، چې په نتیجه کې یې ۳۵ کارخانې کشف کړي، تړلي او له منځه وړي دي، چې ډېرې کارخانې یې په بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې فعالیت درلود.
له نشه یي توکیو سره د مبارزې وزارت مسوولان د ناامنیو او جنګ شدت د کوکنارو د کښت اصلي لاملونه ګڼي.