په افغانستان کې د داعش حضور د ملي یووالي حکومت پرمهال د ننګرهار له اچین ولسوالۍ پیل شو. دغې ډلې په لومړي اقدام کې یوشمېر کسان په دې تور چې طالبان دي او ورسره اړیکې لري په ډلهییز ډول په بمونو والوزول. داعش ډلې په تاوتریخوالي کې له طالبانو مخکېوالی وکړ او د شیعهګانو پر جوماتونو د ځانمرګو بریدونو په کولو سره یې ثابته کړه چې د داعشیانو لاره سورې او عراق ته تللې ده.
که څه هم حکومت د داعشیانو پر ضد مبارزې ته لومړیتوب ورکړی او امریکايي ځواکونو هم یوولس ټني بم «د بمونو مور» پهدې ډلې وغورځولو؛ خو بیا هم دا ډله په افغانستان کې مخ په پراختیا ده.
دغه راپور د داعشیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ولسي وګړیو او امنیتي سرچینو په استناد جوړ شوی دی.
ننګرهار
داعش د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې چې د ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې موقعیت لري د لومړي ځل لهپاره راڅرګند شو.د دغې ډلې پر ضد حکومت په کړیو عملیاتو کې د داعش ځېنې قوماندانان ووژل او ځېنې یې ټپیان کړل.
په اوس وخت کې د غې ډلې شمېر ۱۰۰۰ تنو ته رسېږي چې تر ډېره په اچین، خوږیاڼیو، پچیراګام او هسکهمېنه کې حضور لري.
په ننګرهار کې د داعشیانو عمومي قوماندان سعیدباجوړی نومېږي او په ننګرهار کې یې نور قوماندانان ډاکټر سباګل، مولوي محمدامین، مولوي رباني او عبدالخالق نومې دي.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، پهدې ډله کې، پاکستانیان په ځانګړي ډول اورکزي، پنجابیان او اوزبیکستانیان موجود دي؛ خو تر ډېره د دې ډلې اوسېدونکي پهخپله ننګرهاریان دي. دا ډله راډيويي خپرونې هم لري.
داعش ډله په ننګرهار ولایت کې مالي امکانات له د ځنګلي ونو له قاچاق، کانونو، عشر او زکات او د بهرنیو مرستو له لارې برابروي.
دغه ډله نورو ولایتونو او سیمو ته د هندوکش او سپینغر له لارو تګ را تګ کوي. دغه ډله پیکا، کلاشینکوف، راکت او ۸۲ ملي مېتري توپونه په جګړ کې کاروي.
کونړ
په کونړ ولایت کې د داعشیانو ۷۸ ډلې فعالې دي او د دې ډلو شمېر ۷۴۷ تنو ته رسېږي.
داعشیان د کونړ په نرنګ، نورګل، څوکۍ، شيګل، وټهپور، چپهدره او ماڼوګي ولسوالیو کې حضور لري او د دې ډلې مشهور قوماندان مولوي عبدالرحیم، قاري سعید او شیخ نجمالدین نومېږي.
دا ډله په کونړ کې د جلبو جذب مرکز هم لري. داعشیانو پهدې ولایت کې روزل شوي کسان نورو ولایتونو ته لېږي. د پاکستانیو او اوزبیکستانیو ترهګرو حضور په کونړ کې هم تایید شویدی.
په کونړ کې د دغې ډلې مالي سرچینې عشر او زکات، د ځنګلي ونو قاچاق، کانونه او د بهرنۍ مرستې برابروي. د کونړ او پاکستان نږدېوالی د دې لامل شوی چې دا ډله پاکستان ته ډېر تګ راتګ وکړي.
دا ډله په کونړ کې هم پیکا، کلاشینکوف، راکت او دهشکه استعمالوي.
جوزجان
د هېواد په شمال کې جوزجان ولایت چې له اوزبیکستان او ترکمنستان سره پوله لري؛ دغه ولایت کې داعشیان یو مهم نظامي مرکز لري. د دغې ډلې وسلهوال په درزاب او قوش تپې ولسوالیو کې ترهګریز فعالیتونه کوي.
د جوزجان ولایت اوسېدونکي وايي، داعش ډله د درزاب ولسوالۍ له مرکز پرته د دې ولسوالۍ ټولې سیمې تر واک لاندې لري. په دغې ولسوالۍ کې د داعش دلې شمېر ۶۰۰ تنو ته رسېږي چې له دې ډلې ۱۵۰ تنه یې د عراق، سوریې، الجزایر، اوزبیکستان، قرغیزستان، چچن او تاجیکستاني وسلهوال وګړي دي.
صبغت الله، شجاع الدین، کریماکه، جمعهاکه او سلماناکه په دې ولایت کې د داعش ډلې له قوماندانانو دي. له دې مخکې د دغې ډلې قوماندان قاري حکمت الله غیور و چې د امنیتي ځواکونو لهخوا ووژل شو.
داعش ډله په جوزجان ولایت کې خپلې مالي سرچینې د کانونو قاچاق، عشر او زکات، انسان تښتونو او بهرنیو مرستو له لارې برابروي، دغې ډلې په دې ولایت کې تراوسه څو تنه وژلي دي.
دغه ډول د جوزجان ولایت په قوش تپې ولسوالۍ کې د داعش ډلې شمېر ۵۰۰ تنو ته رسېږي چې له دې ډلې ۱۲۵ تنه یې اوزبیکستاني، تاجیکستاني، قرغیزستاني، کردي او فرانسوي وسلهوال وګړي دي. د دغې ډلې وسلهوال په درازنوف، کلاشینکوف، پیکا او په ۸۲ ملي متري توپونو سمبال دي. ځايي خلکو د اوزبیکستان اسلامي تحریک بنسټ کېښودونکي طاهر یولداش زوی حسین قهرمان چې په جندالله مشهور دی د داعشیانو په ډله کې لیدلی او راپورونه یې ورکړي دي. په دې ولسوالۍ کې داعش ډله له ۹۰ زیات کلي په خپل واک کې لري.
رسمي سرچینې په جوزجان کې د داعش وسلهوالو شمېر له ۴۰۰ تنو زیات ښيي. د دغو سرچینو د شمېرو پربنسټ په جوزجان ولایت کې د بهرنیو وسلهوالو شمېر ۴۰ تنه دي چې په دې ډله کې دوه فرانسوي کورنۍ، دوه عرب کورنۍ، یو تاجیکستاني وسلهوال وګړی او ۳۷ تنه اوزبیکستاني او چچن وسلهوال وګړي دي. داعش وسلهوالو د ځانمرګو بریدونو لهپاره په مغل کلي کې ۱۲۰ تنه ماشومانو ته روزنه ورکوي.
سرپل
د داعش ډلې وسلهوال د سرپل ولایت په کوهستانات او صیاد ولسوالیو کې فعالیت کوي او په دې ولایت کې د داعشي وسلهوالو شمېر تر ۳۰۰ تنو پورې اټکل شوی چې په صیاد او کوهستانات ولسوالیو کې فعالیت لري. په دې ولایت کې د دغې ډلې ۲۵ تنه وسلهوال اوزبیکستاني وګړي دي. دغه ډله خپلې مالي سرچینې د کانونو له قاچاق، عشر او زکات او بهرنیو مرستو برابروي. په سرپل ولایت کې شېرمحمد غضنفر د داعش له مهمو قوماندانانو دی، د ملي امنیت یو سرچینه وايي، په دې وروستیو وختونو کې شېرمحمد غضنفر له طالبانو سره بیعت کړی دی. په سرپل ولایت کې داعش وسلهوال په پيکا، کلاشینکوف، راکټ او دهشکې سمبال دي.
غور
داعش وسلهواله ډله د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار شمال لور کې د رغسکن کلي په غلمین سیمه کې نظامي مرکز لري. په غور کې د داعش ډلې قوماندان قاري رحمت الله نومی دی او هغه د ۱۰۰ تنو د رهبري کولو مسوولیت لري؛ دغهراز د دې ډلې بل قوماندان شاه ولي نومېږي.
دغه ولایت کې داعش ډله په سپکو او درنو وسلو لکه د شپې دوربینونو او پیکا، راکټ، کلاشینکوف او دهشکې سمباله ده.
په دې ولایت کې فعالیت کوونکي داعشیان د شمال غرونو پېچلو درو له لارې پاکستان او ننګرهار سره اړیکه لري. دوی په غور ولایت کې له ولسي خلکو سره سم چلند نه لري او د دولت مامورین ځوروي او وژني یې. د راپورونو پربنسټ دغې ډلې تېرکال د غور ولایت فېروزکوه ښار کاسي سیمې ۳۰ تنه بزګران ووژل.
د راپورونو پر اساس ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې له ځپلو سره سم په غور ولایت کې یې فعالیتونه راکم شوي دي.
غزنی
په دې ولایت کې داعش ډله ثابت نظامي مرکز نه لري خو د دغې ډلې وسلهوال د ګیلان، مقر، قرهباغ، ګیرو او اندړ ولسوالیو په ځېنو سیمو کې لیدل شوي دي. داعش ډله د زابل ولایت د ناوې او خاک افغان ولسوالیو له لارې په غزني کې فعالیتونه کوي.
بدخشان
سره له دې چې په بدخشان ولایت د داعش ډلې فعالیت رسما تایید شوی نه دی. خو د بهرنیو وسلهوالو موجودیت چې د دغې ډلې هم عقیده دي د ځايي چارواکیو د اندېښنې لامل شوي دي. اټکل کېږي په بدخشان ولایت کې د فعالو بهرنیو وسلهوالو شمېر ۵۰۰ تنو ته رسېږي چې په جرم، وردوج، یمګان او راغستان ولسوالیو کې حضور لري.
له دې شمېره ۵۰ تنه یې له خپلو کورنیو سره د جرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې مېشت دي او پاتې یې په وردوج، یمګان او راغستیان ولسوالیو کې ترهګریز فعالیتونه کوي.
پروان
په دې ولایت کې د داعش دوه ډلې فعالیت کوي داعش ډله هلته پټ فعالیتونه لري. دوی په سیدخیلو او بګرام ولسوالیو کې فعالیتونه کوي، د دغې ډلې پټ فعالیت لامل شوی په پروان ولایت کې شمېر او هویت یې مشخص نه وي. د امنیتي سرچینو په نقل قول سره په پروان ولایت کې د داعش ډلې د فعالیت څرنګوالی داسې دی چې حتا وسلهوال یې په خپلو کې یوبل نه پېژني. ویل کېږي چې د حزب تحریر پخواني غړي هم له دغې ډلې سره یو ځای شوي دي.
د داعش ډلې وسلهوال د فاریاب ولایت په بل چراغ ولسوالۍ کې هم لیدل شوي دي خو په دې ولایت کې ثابت نظامي مرکز نه لري. دغه ډول د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د مولوی فېروز پر مشرۍ شاوخوا ۱۰۰ تنه داعش وسلهوال حضور لري؛ خو تراوسه یې په لغمان کې هېڅ فعالیت نه دی کړی.
دغه ډول د هلمند په موسی کلا، کجکي او باغران ولسوالیو کې د داعش ډلې د وسلهوالو موجودیت راپورنه هم ورکړل شوي دي، خو په دغو سیمو کې یې د پام وړ فعالیتونه نه دي کړي.
داعش ډله د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې هم موجوده ده. تراوسه د هغوی د فعالیتونو څرنګوالي په اړه اطلاعات خپاره شوي نه دي.