په اروزګان کې د ملي اردو ۴۸ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي دي

یوې معتبرې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې د اروزګان مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ ترمنځ د ملي اردو مېشت یو کنډک ۴۸ تنه سرتېري له جګړې پرته وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د سرچینې پر وینا تسلیم شوي سرتېري له یوې نیمې میاشتې راهیسې د مرکز ترینکوټ او چورې ترمنځ کلابند وو.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب بیا په دې اړه سلام وطندار ته وویل، چې له سیمې سره يې اړیکې پرې شوي او په دې اړه رسنیو ته کره مالومات نه شي ورکولی.

خو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خانعلي هزاره بیا سلام وطندارته وویل، د ملي اردو دغه سرتېري تسلیم شوي نه دي، بلکې د اروزګان بلې سیمې ته لېږدول شوي دي.

طالبانو منلې، چې په اروزګان کې د ملي اردو یو شمېر سرتېري له وسلو او مهماتو سره دوی ته تسليم شوي.

تر دې مخکې هم له اروزګان څخه داسې ریپوټونه خپاره شوي وو، چې یو شمېر سرتېري د کلابندۍ، خوړو او مهماتو نه رسېدو له امله طالبانو ته تسلیم شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام