«رواني حالت مې ښه نه و، یوه ورځ مې ماما سره په ټلیفون د خبرو کولو لهپاره له خونې بېرون راووتم، زنګ مې ووهلو، اړیکه تصادفي د جمشید په نوم له یو سړي سره وصل شو.» دا په تخار کې د هغې ۲۰ کلنې ښځې خبرې دي، چې د څوو کسانو لهخوا پرې په پرلهپسې ډول ډلهییز جنسي تېری شوی دی. دا ښځه وايي، د وخت په تېرېدو یې له جمشيد سره اړیکه ډېرېدله او بالاخره د هغه په واسطه له کوره وتښتول شوه او څو ځلې له (انور او هارون) سره یوځای پرې جنسي تېری وشو.
د دې چې له واده یوه میاشت تېرېږي؛ وايي، چې کورنی تاوتریخوالی او د مېړه ناسم چلن د دې لامل شوی و، چې د عاطفي اړیکې په پار جمشید ته نږدې شي.
د هغې پر وینا، چې جمشید له دوستانو سره یوځای ۵ ورځې په مخفي ډول ساتلې وه او د خوبراوړوونکیو درملو په واسطه یې پرې څو ځلې تجاوز کړی دی.
دا ښځه زیاتوي، چې څه موده وروسته جمشید له خپلو دوستانو سره یوځای د ښځو چارو ریاست د دروازې په خوا کې خوشې کړه او هغوی ترې لاړل.
دا د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ د یوې لرې قریې اوسېدونکې ده.
د تخار د والي ویاند سنتالله تیمور د دې قضیې پخلی کوي؛ وايي، چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.
یوې سرچینې سلاموطندار ته د نوم نه اخیستلو په شرط وویل، چې په دې قضیه کې پولیس هم لاس لري.
غوښتل مو په دې اړه د تخار امنیې قوماندانۍ نظر هم راواخلو؛ خو له پرلهپسې اړیکو وروسته بیا هم بریالي نه شو.