د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز وايي، په افغانستان کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۷۱۴ ته ورسېد.
نوموړي چې نن په يوه خبري ناسته کې وينا کوله وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د فېروز په وينا، له دې ډلې ۱۸ تازه پېښې په کابل، ۱۵ په کندهار، ۶ په بلخ، ۴ په هرات، ۴ په غزني او ۲ پېښې هم په ننګرهار کې دي.
له دې سره د ټولو مثبتو پېښېو شمېر ۷۱۴ ته رسېږي چې له دې ډلې ۴۰ يې ښه شوي دي او ۲۳ يې مړه شوي دي.