پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۳۳۵ ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د کورونا ویروس ۱۶۴ مثبتې پېښې ثبت کړي چې په دې سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۳۳۵ ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په یوه خبري غونډه کې وویل چې د کورونا ویروس تازه مثبتې پېښې په کندهار، کابل، بغلان، هرات، بلخ، ننګرهار، بادغیس، لغمان، بامیان، سمنګان، کاپیسا، جوزجان، میدان‌وردګ، پروان او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د یادو کسانو له ډلې ۴۵ کسان په کندهار، ۴۴ په کابل، ۲۴ په هرات، ۱۳ په بغلان، ۶ په ننګرهار، ۶ په جوزجان، ۵ په کاپیسا، ۴ په بلخ، ۴ په بادغیس، ۴ په بامیان، درې درې په لغمان او سمنګان، دوه په میدان‌وردګ او یو یو کس هم په پروان او نورستان ولایتونو کې پر کورونا اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، تر اوسه پر کورونا د اخته کسانو له ډلې ۳۱۰ هغه یې بېرته رغېدلي دي.

وحیدالله مایار وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه کسان په ننګرهار او دوه هم په بلخ کې د کورونا له کبله مړه شوي چې په دې سره د دغه ویروس له امله د مړو شمېر هم ۶۸ کسانو ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو په وینا، ۲۲۸ روغتیايي کارکوونکي هم پر کورونا ویروس اخته شوي وو چې اوس یې یوشمېر هغه بېرته رغېدلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام