پر پاکستان د هند نوی برید؛ ۴ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۱ ټپيان دي

پاکستاني رسنیو څو شېبې مخکې راپور ورکړ چې هندي او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو د کشمیر په پوله په تازه پېښه کې پر یو بل ډزې کړې‌دي.

العربیه وېب‌پاڼې د پاکستان «ډان نیوز» وېب‌پاڼې د کشمیر د یو چارواکي له خولې لیکلي چې هندي پوله‌ساتو ځواکونو د هوان مرمیو په وارولو سره پر پاکستان برید کړی چې د استوګنیزو ځایونو په لګېدلو سره ۴ تنه ملکیان وژل شوي‌دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې له‌دې سره هم‌مهاله د پاکستان د کشمیر هوایي‌ډګر تړل شوی‌دی.

د پاکستان د ملي پوځ ویاند جنرال اصف غفور په خپل ټویټر لیکلي چې پاکستاني ځواکونو د هند دوې الوتکې ویشتي دي.

د اصف غفور په خبره، د ویشتل شویو الوتکو یو هندي پیلوټ ژوندي نیول شوی او د دوو نورو د پيدا کولو له‌پاره پلټنې پيل شوې‌دي.

ده ادعا کړې چې دواړه جنګي الوتکې یې د پاکستان په فضا کې ویشتې دي.

په ورته وخت کې «انډیا ټوډی» هندي ټلوېزیون د دې هېواد د پوځي چارواکیو له خولې لیکلي چې د هند د کشمیر او جامو په خاوره کې یې د پا کستان F-16 الوتکه ویشتې ده.

 پرون هندي هوايي ځواکونو د پاکستان په سرحدي سیمه کې د جیش محمد د وسله‌والې ډلې پر مرکزونو بریدونه کړي وو او د ۳۰۰ «ترهګرو» د وژلو ادعا یې کړې‌وه.

دا په‌داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکیو بیا دا ادعا رد کړې وه او ویلي وو چې پېښې هېڅ مالي او ځاني زیان نه‌لرلو.

د هند او پاکستان ترمنځ حالات هغه وخت ترینګلي شول چې د هند په کشمیر کې جیش محمد وسله‌والې ډلې پر هندي پوځیانو موټربم برید کې شاوخوا ۴۰ تنه پوځیان ووژل. هند د دې پېښې مسوولیت پر پاکستان پورې کړ. اسلام‌اباد دې پېښه کې لاس لرل رد کړل او خبرداری یې ورکړ چې د هند د برید په ځواب کې به په شدت سره عکس‌العمل وښيي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام