د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند عليرضا روحاني نن ماسپښین د یوې خبري غونډې پرمهال په ټاکنیز بهیر کې پر شته نیمګړتیاوو نیوکې وکړې.
نوموړي په ځنډ د یوشمېر مرکزونو پرانستل، د بایومټریک سېسټم ستونزې، ځینو مرکزونو کې څارونکو ته د اجازې نهورکول او یوشمېر نورې نیمګړتیاوې په ټاکنو پروسې کې اصلي ستونزې وبللې چې له کبله یې ګڼشمېر کسان له رایورکولو بېبرخې شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو له خپلواک کمېسیون نه وغوښتل چې ژرترژره یادې ستونزې حل کړي.