پر مخکښ نوماند «عبدالستار حسیني» د فساد، ترور او غصب دویسې

سلام وطندار ته رسېدلي اسناد ښيي چې یوې پېژندل شوې څېرې، پخواني پوځي چارواکي او له فراه ولایته ولسي جرګې ته نوماند عبدالستار حسیني د فراه د پخواني والي محمد آصف ننګ د ترور نیت، د فراه – فراه‌رود په لویې لارې د پوځیانو په برمته، د غیرمسوولو وسله‌والو کسانو په لرلو، د دولتي ځمکو په غصب او خرڅلاو، قاچاق، له قاچاقچیانو ملاتړ، د خپل ماموریت پرمهال د دندې له صلاحیتونو په ناوړه ګټه اخېستنه، د قاچاقچیانو په‌واسطه له کومې ستونزې پرته د بازارچې کلیدي پوستو مسوولان تهدیدول چې په‌دې مسیر تګ ـ راتګ وکړای شي، د لاریونونو کول او د حکومت او نظام په سبوتاژولو تورن دی. خو له‌دې هر څه سره لا هم ښاغلی حسیني له فراه نه ولسي جرګې ته د مخکښو نوماندانو په کتار کې ولاړ دی.

د فراه د پخواني والي محمد آصف ننګ له لوري دوه کاله وړاندې مرکزي حکومت او سیمه‌يیزو ارګانونو ته په لېږلي لیک او راپور کې را غلي چې هغه د ۱۳۹۵ کال د دلوې پر ۲۱مې نېټې د نیمروز د پخواني والي سرور ثبات د زوی د فاتحې مراسمو ته لاړ. د ده په وینا، مخکې له‌دې چې جومات ته ننوزي؛ د جومات شاوخوا یې د بامونو پر سرونو په کمیین کې په سپکو او درنو وسلو سمبال کسان ولیدل؛ خو د فني ستونزو له امله د یو وسله‌وال وسله بنده شوه او په‌خپل پلان کې ناکامېږي. د ده په وینا، په ورته وخت کې محافظین او سپینږیري ده ته سپر کېږي او جومات ته یې دننه کوي.

ښاغلي ننګ په‌دې رسمي لیک کې ادعا کړې چې دا سو‌ء قصد د عبدالستار حسیني له لوري پلان شوی و. د فراه پخواني والي د دې راپور په یوې برخې کې عبدالستار حسیني د غیرمسوولو وسله‌والو په لرلو، د ایران له استخباراتي کړیو سره په اړیکه ساتلو، د نشه‌یي توکیو په قاچاق، د دولتي ځمکو په غصب او خرڅلاو تورن کړی‌دی.

محمد آصف ننګ ـ چې اوس د لغمان والي دی ـ وايي، ده باندې د شوي وسله‌وال برید څرنګوالی یې کشفي ارګانونو، ملي امنیت، د ملي امنیت څارنوالۍ او عدلي او قضایي ارګانونو ته شرح کړی؛ خو تر اوسه یې وروستۍ پایله نه‌ده معلومه شوې. د ښاغلي ننګ په وینا، که څه هم پر ده د وسله‌وال برید دوسیې د نه تعقیب او نه پاملرنه روښانه نه‌ده؛ خو داسې ښکاري چې تر شا یې د ځېنو څېرو لاسونه شته دي.

د دې مکتوب ترڅنګ د ملي دفاع وزارت د کشف ریاست د ملي امنیت شورا ته په استولي مکتوب کې راغلي چې عبدالستار حسیني د فراه او فراه‌رود په لویې لارې پوځیان اختطاف او برمته کړي.

د دې اسنادو یوه بله برخه ښيي چې ښاغلی عبدالستار حسینی د لویدیځ زون د کشف مرستیال په توګه، د دندې پرمهال، د دندې د صلاحیتونو څخه په استفادې سره یي ځېنې قاچاقچیان خوشې کړي او قاچاقي توکي یې حیف او میل کړي‌دي.

د دې ترڅنګ ځېنې نور اسناد ښيي چې د ۱۳۹۷/۴/۸ نېټه د فراه ولایت د نظامي څارنوالۍ ریاست د هرات سرحدي پولیسو ۷۰۵ زون قوماندانۍ ته هدایت ورکړی چې ځېنې نظامیان د تحقیق د بشپړولو په موخه ور وغواړي چې په هغو کې د لویدیځ زون د کشف مرستیال عبدالستار نوم هم لیدل کېږي.

د فراه د ملي امنیت څارنوالۍ رییس خلیل‌الله امیني وايي چې د فراه د پخواني والي ښاغلي آصف ننګ د ادعا او هدایت له‌مخې یې عبدالستار حسیني د ترور په تور ونیولو؛ خو د دوی د څېړنو په پایله کې تورونه ثابت نه‌شول. ښاغلی امیني دغه موضوع ـ چې عبدالستار حسیني د فراه د ملي امنیت ریاست په لاسنیوي خوشې شوی ـ په کلکه ردوي.

ښاغلی امیني دا یوه سیاسي موضوع او تشه ادعا ګڼي.

عبدالستار حسیني، د تورونو، قانون‌ماتولو او له وظیفوي صلاحیتونو په ناوړې ګټنې سره ـ سره بیا هم له فراه ولایته د ولسي جرګې څوکۍ ته ځان نوماند کړ، چې په هغه ډله نوماندانو کې را ځي چې تر ټولو مخکښ دي.

ځېنو سرچینو سلام وطندار ته وویل، د ټاکنو شکایتونو  کمېسیون ته د غیرقانوني کړنو، د غیرمسوولو وسله‌والو لرلو، له قاچاقیانو سره مرسته، د د ندې له صلاحیتونو‌ استفاده او د پخواني والي د ترور قصد په اړه شکایتونه لېږل شوي‌دي.

خود ټاکنو د شکایتونو کمېسیون ویاند علي‌رضا روحاني له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې د دوی ولایتي دفترونو ته د ټاکنو اړوند شکایتونه له رسېدو سره هم‌مهاله څېړل کېږي او هڅه کېږي چې مجرم شخص د قانونو لارو له نوم‌لړه وغورځول شي.

ښاغلی روحاني زیاتوي چې تر اوسه دوی ته له ۱۲ زرو ډېر شکایتونه رسېدلي او دوی د دې شکایتونو د څېړلو په حال کې دي.

د ښاغلي حسیني پر دوسیې د کار پرمهال داسې اسناد هم لاسته راغلل چې ښيي عبدالستار حسیني په‌دې ورستیو کې د ۱۳۹۷ /۸/ ۲۹ نېټه د درېیوو تنو د نیولو امر کړی‌دی او غوښتل یي له هغو نه په جبري توګه اعتراف واخلي. خو د محمدحسین په نوم یو شخص د ښاغلي حسیني له‌دې کار سره مخالفت کوي او هڅه کوي چې د حسیني کسانو له شکنجې وتښتي؛ خو د عبدالستار حسیني د ورور (عبدالجبار حسیني) له‌خوا د مرمۍ په فیر کولو سره وژل کېږي.

ومو غوښتل په‌دې اړه د فراه امنیه قوماندانۍ نظر هم واخلو؛ خو د دې ولایت امنیه قوماندان رحمت‌الله صدیقي د سلام وطندار د تحقیقي برخې خبریال د لومړي ځل ټیلیفون ته ځواب ورکړ او له هغه یې د جزیاتو د ورکولو په پار وخت وغوښت؛ خو له وخت تېرېدلو وروسته په پرله‌پسې اړیکو کې له وصلېدو وروسته د مخابرې او محیط غږونه خپرېدل او خپله یې خبرې نه‌کولې.

خو عبدالستار حسیني پر ده د ټولو تورونو په رد سره وویل، دا چې ده په نظام کې ښه وخت تېر کړی‌ او لوی قاچاقبران یي نیولي؛ دغه دسیسې ورته جوړې شوې‌دي. د ښاغلي حسیني په خبره، د سرور ثبات په نامه یو شخص ـ چې پخوا د نیمروز والي وو ـ د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د نفوذ او د پخواني دفاع وزیر سره په ملګرتیا سره یې دغه دوسیې جوړې کړې‌دي.

ښاغلي حسین وویل، زه د محکمې او خلکو پر وړاندې حاضر دی چی ما د ذره ـ ذره کار حساب ورکړي.

بله‌خوا سرور ثبات ـ چې په پخواني حکومت کې د نیمروز والي او د ملي امنیت شورا کارکوونکی وو ـ وايي چې په څووو دولتي ادارو کې د څوو  جعلي دوسیو جوړول د یو شخص د وسې کار نه‌دی.

د ثبات په خبره، له ښاغلي عبدالستار حسیني سره هېڅ ډول دوښمني نه‌لري چې د هغه پر وړاندې دوسیه جوړې کړي.

د عبدالستار حسیني دوسیه یوه له هغو زرګونو دوسیو څخه ده چې د امنیتي، عدلي او قضایي بنسټونو ترمنځ لاس په لاس کېږي او رسېدنه ورته نه‌کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام