مجیبالرحمان د بازار یوه کونج کې پکوړې پخولې. سمدلاسه یې چې د خبریالۍ له وسایلو سره ولیدم، رنګ یې وتښتېد، شاوخوا ته یې وکتل او په بیړه یې وویل چې څه ترې غواړم.
د کاکا زوی مې یې له ځانه سره بیولی و. هغه یې ارام کړ او ورته ویې ویل چې اېران ته د کډوالۍ مهال خاطرې راته ووايي. د «اېران» له اورېدو سره سم داسې حیران او ولړزېد، تا به ویل د ستر دوښمن نوم دې وریاد کړ. مجیبالرحمان له ډېر ټینګار وروسته، بالاخره خبرو کولو ته حاضر شو.
پر ټنډه یې یخې خولې راغلې وې. په اوړو ککړو لاسو یې خولې پاکې کړې. لاسونه یې ټکوهل او د کوټې په یوه کونج کې یې راته خپله دردوونکې کیسه پیل کړه.
مجیبالرحمان کلونه کلونه پردۍ مزدورۍ کړي، خو په بدل کې یې یوازې کنځلې او سپکاوی لیدلی.
نوموړی له اره د کونړ دی. کلونه وړاندې له خیبرپښتونخوا پهدې نیت ایران ته وخوځېد چې ګوندې د خپلې بېوزله کورنۍ د بخت ستوری به وځلوي؛ خو هلته یې کیسه د دردونو شوه.
یوه قاچاقبر د ۱۴ زرو ایراني تومنو په بدل کې له کوټې ښاره اېران ته وخوځوه. د لارې په اوږدو کې د قاچاقبر له لوري پر وهلو ځورولو سربېره د نوموړي د لوږې ـ تندې ترخې کیسې پر زړه کرښې باسي.
مجیبالرحمان وايي، د اېران په مرکز (تهران) ښار کې یې څوکیداري پیل کړه. پوره ۸ کاله یې همدا کار وکړ، خو د کار څښتن یې چلباز و. ده به چې ترې تنخا وغوښتله، هغه به ځان کوڼ کړ. یوه ورځ ایرانی د دې پرځای چې د مجیب د کار پیسې ورکړي، هغه رټي او کنځلې ورته کوي او بالاخره دې ته اړ باسي چې کار او پیسې ټول ورته پرېږدي او لاړ شي.
نوموړي داسې مهال چې غږ یې لړزان و، په ډېرې سختې د خپلې خوارۍ کیسه کوله. دی لومړی د اېران عامو خلکو او وروسته بیا پولیسو وهلی ـ ډبولی دی. د ده په وینا، یوه شپه یې دومره وهلی چې سختي به یې تر مرګه هېره نهشي.
پر کارګر له قانوني او ټاکلي وخته ډېر کار کول یا یې هم د پیسو خوړل، یو ډول انساني قاچاق دی چې مجیبالرحمان ورسره اېران کې مخامخ شوی دی.
نوموړی اوس د کونړ په مرکز (اسعداباد) کې د پکوړو او چپسو کوچنی دوکان لري او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته روزي پیدا کوي.
دی اېران کې د ورسره شوي زیاتي له کبله پر رواني ناروغۍ اخته شوی او د «اېران» نوم په اخیستو یې روغتیايي حالت خرابېږي. دی وايي، که څوک مې ونهځوروي او د اېران په اړه رانه ونهپوښتي، ښه یم؛ خو که ومې غږوي او د اېران سختې خاطرې رایاې کړي، سمدلاسه مې پر مغزو بوج راځي.
محیبالرحمان اېران کې تر شاوخوا ۲۴ کلونو مسافرۍ وروسته ۳ کاله وړاندې هېواد ته راستون شوی. پردي هېواد کې مسافري او سختي تېرول یې پرځای، نوموړی هلته پر نشهيي توکو او افیومو هم روږدی شوی. که څه هم اوس یې لږ لږ کم کړي، خو په وینا یې اغېزې یې لا پرې پاتې دي.
مجیب وايي، څو ځله پهدې موخه ډاکټرانو ته ورغلی چې ګوندې ذهني ناروغي به یې ښه شي، خو لاهم له دې سختې ناروغۍ کړېږي.
د مجیبالرحمان د کورنۍ غړي هم د ده ناروغۍ ته اندېښمن دي. د مجیب د کاکا زوی جاوېد وايي، انسان په ژوند کې له هر ډول سختیو سره مخامخ کېږي. د مجیب ناروغي به هم ښه شي، خو شکر چې بېخي یې له لاسه نهدی ورکړی. اوس خپل هېواد کې دی. له کورنۍ او خپلوانو سره یوځای شوی دی.
په همدې حال کې د کونړ ولایت د عدلیې رییس او دې ولایت کې د انساني قاچاق د مخنیوي کمېسیون منشي محمدتراب تراب سلاموطندار ته وویل، کونړ کې د انساني قاچاق ځینې ډولونه ثبت شوي، خو دوی په ټول توان هڅه کوي چې په دولتي او ولسي کچه یې د مخنیوي لهپاره خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
له انساني قاچاق سره د مبارزې قانون پنځم څپرکي، د ۲۶مې مادې په ۳مه فقره کې لیکل شوي: «اړوند بنسـټونه مکلف دي چې له خپلو ټولو امکاناتو په ګټې اخیستنې سره د انساني قاچاق او کډوالو قاچاق ګواښوونو په اړه د خلکو عامه پوهاوي لهپاره مهم او ګټور پروګرامونه جوړ او عملي کړي.
ښاغلی تراب وايي، د قانون له مخې انساني قاچاق کې ښکېلو کسانو ته د منځنۍ او اوږدې مودې بند وړاندوینه شوې ده.
نوموړي د مجیبالرحمان قضیې ته په اشارې وویل، ډېری افغانان، اېران او پاکستان په ګډون، نورو بهرنیو هېوادونو ته د کډوالۍ پرمهال د انساني قاچاق ښکار ګرځي چې بیا یې ټول ژوند په کړاوونو کې تېرېږي.
بلخوا د کونړ د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس شفیقالله مومند سلاموطندار سره خبرو کې وویل، تراوسه یې له اېرانه را اېستل شوي افغان کډوال یا قاچاق شوي کسان ثبت کړي نهدي، خو یاد هېواد کې د افغان کډوالو حالت ته خواشینی دی.
د ده په وینا، اېران او پاکستان کې د افغانستان سفارتونه هڅه کوي چې افغان کډوال یادو هېوادونو کې له اوسني بد وضعیته وژغوري.
نړېوالې ټولنې او افغان حکومت پهدې وروستیو کې د انساني قاچاق مخنیوي لهپاره بېلابېل پروګرامونه پیل کړي چې د دې ناوړې پدیدې مخه ونیسي.
د دې لړۍ ټولو غونډو او خبرو اترو موخه له انساني قاچاق سره د مبارزې ګټورو او اغېزمنو لارو موندل دي.