د تېرې شنبې په سهار د فراه ولایت پر بالابلوک، شاه راه او پشت رود ولسواليو له څلورو خواوو ۸۰۰ تنو طالب وسله والو بريدونه پېل کړل او تر تېرې شپې پورې يې د افغان امنيتي ځواکونو سره په جګړو بوخت وو.
د افغانستان په لويديځ کې د ۲۰۷ م ظفر قل اردو قومندان تاج محمد جاهد نن یک شنبه (اګست ۱۶ مه) د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دغه وسله وال پلان در لود، چې د ۵۱۷ ( فراه ـ فراه رود) او د دغه ولایت عمومي لویه لاره وتړي، خو د افغان امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
جاهد زياته کړه، د وسله والو شمېر شاوخوا ۸۰۰ تنو ته رسېده او د نږدې ولايتونو او ولسواليو څخه راټول شوي وو، چې د افغان امنيتي ځواکونو سره د مخامخ کېدو وروسته بېرته تښتېدلي.
هغه وویل، چې په دغه برید کې ۶ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۶ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ده دا هم وویل، چې د دغو وسله والو سره په نښتو کې ۵ افغان امنيتي ځواکونه هم ټپيان شوي دي.
اخوا د بادغیس ولایت امنيتي چارواکي ويلي، چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له لوري په فاریاب کې د پوځي عملياتو څخه وروسته ټول وسله وال طالبان د بالامرغاب په ولسوالۍ کې سره يوځای شوي دي.
د يادولو وړ ده، چې د تېرو څو اونيو راهيسې د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشید دوستم د افغانستان په شمالي ولايتونو په ځانګړي ډول فاریاب کې پر پوځي عملياتو بوخت دی، چې له امله يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د ۲۰۷ ظفر قل اردو قومندان تاج محمد جاهد وايي، چې د بادغیس په جوند او بالامرغاب کې يې هم د څو ورځو راهيسې پوځي عمليات ترسره کړي دي.