پر بېلابېلو ولایتونو د طالبانو بریدونه؛ ۹ سرتېري او ۲۳ طالبان وژل شوي

د سرپل د ولایتي شورا رییس محمدنور رحماني سلام‌وطندار ته وویل، طالبانو تېره شپه چې په درنو او سپکو جګړه‌ییزو وسلو سمبال وو، د سرپل د مرکز قشقري پر پوستو، د سرپل – جوزجان پر لویه لار او پر سوزمه‌کلا ولسوالي بریدونه وکړل.

د نوموړي په وینا، په‌دې جګړه کې چې تر نن سهاره روانه وه، ۴ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

رحماني زیاتوي، طالبانو په یادو بریدونو سره ۴ هاموې ټانګونه تخریب کړي او ډېر شمېر جنګي وسلې او مهمات یې هم له ځانه سره وړي دي.

خو د سرپل د والي ویاند ذبېح‌الله اماني وايي، د دغو بریدونو په پایله کې ۱۵ طالبان او ۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۲۲ سرتېري او ۲۰ طالبان ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره، که څه هم امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه پر شا وتمبول، خو په یادو سیمو کې د طالبانو د حضور له امله وضعیت اندېښمنوونکی دی.

په ورته وخت کې د پکتیا او غور ولایتونو سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په یادو ولایتونو کې هم طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او له امنیتي ځواکونو سره ښکېل شوي دي.

د پکتیا د امنیه قومانداني ویاند سردارولي تبسم وايي، د دغه ولایت د پټان ولسوالي په اړوند کلي کې د طالبانو د تېرې شپې برید له کبله ۳ پولیس سرتېري او ۲ طالب جنګیالي وژل شوي او ۴ پولیس او ۲ طالبان ټپیان شوي دي.

بل لور ته د غور د امنیه قومانداني ویاند نثاراحمد عبدالرحیمزي سلام‌وطندار ته وویل چې طالبانو تېره شپه د فېروزکوه ښار د قطس په کلي کې د ولسي پاڅونوالو پر یوې پوستې برید کړی چې په پایله کې یې دوه پولیس او شپږ طالبان وژل شوي او دوه پولیس او څلور طالبان ټپیان دي.

طالبانو هم رسنیو ته په لېږلې پیغام‌پاڼه کې ویلي چې په یادو بریدونو کې چې په سرپل، پکتیا او غور ولایتونو کې یې کړي، افغان امنیتي ځواکونو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام