انټر کانټینینټال هوټل تېره شپه د طالبانو تر برید لاندې راغی چې دغه برید نن ورځ له ۱۵ ساعته جګړې وروسته پای ته ورسېد.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش خبري غونډې ته وویل د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي او زیاتوي، چې پر دغه هوټل د احتمالي برید په اړه ریپوټ ور رسېدلی و او دوی چمتووالی درلود.
دانش وایي د انټرکانټینینټال امنیتي څانګه ۲۱ ورځې مخکې یو خصوصي شرکت ته سپارل شوې وه.
په ورته وخت کې د کام ایر شرکت مرستیال فرید پیکار سلاموطندار ته وویل چې پر انټرکانټینینټال هوټل برید کې د دوی ۱۰ کارکوونکي هم وژل شوي چې ۸ تنه یې اوکراینیان او ۲ هغه نور یې وینزویلایان وو.
ریپوټونه وايي، چې بریدګر ۶ کسان وو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما دغه برید غندلی دی.
لومړني معلومات:
د کابل ښار پر انټرکانټیننټال هوټل ۴ ځانمرګو بریدګرو تېره شپه نهه بجې برید وکړ، چې نن ورځ (یک شنبه) شاوخوا یوولس بجې دغه برید د ټولو وسلهوالو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش څو شېبې مخکې رسنیو ته وویل چې په روانو چاڼیزو عملیاتو کې ۴ بریدګر وژل شوي، په هوټل کې ۱۵۳ ایسار پاتې شوي کسان ژوغورل شوي؛ په هغو کې د ۸ ښځو په ګډون ۴۱ بهرنیان وو.
ښاغلي دانش زیاته کړه په دغه برید کې د فراه ولایت د مخابراتو رییس په ګډون ۵ ولسي وګړي وژل شوي چې یو هغه یې بهرنی او ۴ تنه نور یې افغانان دي دغه راز ۶ کسان ټپیان دي چې ۳ پوځیان او ۳ نور یې ولسي وګړي دي.
د ریپوټونو لهمخې، د تخار، بدخشان، نورستان او د لوګر ولایتونو د مخابراتو رییسان ټپيان شوي دي.
د کانټیننټال هوټل په شپږم پوړ کې دوو بند پاتې شویو کسانو غوښتل د ټوکر په واسطه ځانونه وژغوري چې یو یې بریالی او او بل هغه یې ونه توانېد او راولوېد.
لاهم د دغه هوټل له بېلابېلو برخو د اور لمبې او لوګي پورته کېږي.
د انټرکانټیننټال هوټل مدیر احمد حارث نایاب چې له هوټله په ځان ژغورلو بریالی شوی وایي چې بریدګرو د هوټل پخلنځي له لارې ځانونه د هوټل اصلي برخو ته رسولي وو.
ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې په خپرونو سره دغه برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي: « د افغانستان دولت او د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په دې وروسیتو کې په کابل کې په کتنو او د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په فوق العاده ناسته کې د تروریستي ډلوپر ملاتړود فشارونو پر زیاتولو اجماع ته ورسېدل.
پر کابل انټرکانټیننټل هوټل او نورو تروریستي بریدونو ته په کتو باید د یادې اجماع په رڼا کې د تروریزم پر ضد له تفکیک پرته ګډه او جدي مبارزه تونده کړو.
د تروریستي بریدونوپېچلتیا ته په کتو د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوي سره په خپلو خبرو کې یوځل بیا د تروریزم پر ملاتړو د فشارونو پر زیاتولو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، تر څو چې تروریستي ډلې له ملاتړ او خوندي پټنځایونو برخمن وي، نو د سیمې خلک به امنیت، ثبات او سوکالۍ ته لاسرسی ونه لري.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغه تروریستي برید د سخت غندلو ترڅنګ، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو د ځانګړې قطعې د زړور تیا او مسلکي اقداماتو ستاینه وکړه چې په هوټل کې د مېلمنو د ګڼې ګوڼې باوجود یې زموږ د هېوادوالو او مېلمنو د زیاتو تلفاتو مخنیوی وکړ.
جمهور رئیس اړونده ارګانونو ته د دغې تروریستي پېښې د څرنګوالي د څېړلو په اړه لازمې لارښونې وکړې.»
طالبانو د خبرپانې په خپرولو سره پر انټر کانټینینټال هوټل د برید مسوولیت پرغاړه اخیستی او دعوه یې کړې چې په دغه برید کې یې زیات شمېر بهرنیان وژلي دي.