حکومتي مسوولین وايي، چې په اعدام د محکوم شویو کسانو لومړنی نوملړ ولسمشر محمد اشرف غني ته استول شوی او د هغه له تایید وروسته به د محکمې حکم پرې تطبیق شي.
وروسته له هغه، چې په کابل کې زوروره چاودنه وشوه، نو د دغې چاودنې مسوولیت د حقاني شبکې پرغاړه واخیسته.
بیا عامو خلکو د حقانې ډلې پورې اړوند او نورو بندیانو د اعدام غوښتنه وکړه.
خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، په دغه نوملړ کې کې د حقاني ترهګرې شبکې د مشر مولوي جلال الدین حقاني زوی انس حقاني دوسیه نه ده شامله، ځکه د نوموړي په وینا د هغه دوسیه تر اوسه هم نه ده بشپړه شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د پارلمان په تېره فوق العاده غونډه کې وویل، چې نور بې موجبه بخښنې موده پای ته رسېدلې او پر اعدام محکوم شویو باندې به عدالت پلي کيږي.
شاه حسین مرتضوي زیاته کړه، چې له تېرې اوونۍ راهېسې ولسمشر محمد اشرف غني عدليي او قضایي ارګانونو ته حکم کړی وو، چې د اعدام کېدونکو زنداني طالبانو په دوسیو دې له سره غور وشي.
همدارنګه د اجرایه رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل هم ټينګار وکړ، پر هغو کسانو، چې د محکمو له خوا حکم صادر شوی دی عملي به پرې وشي.
جاوید فیصل زیاته کړه، چې دا اعدام کېدونکي سیاسي مخالفین نه، بلکې ترهګر دي او د قانون پر بنسټ حکومت کولی شي، چې ترهګر اعدام کړي.
دا لا تراوسه نه ده معلومه، چې په دغه نوملړ کې به پر اعدام د کومو محکوم شویو نومونه وي او شمېر به يې څو وي.
مرتضوي د طالبانو له لوري پاکستان ته د پلاوي پر سفر هم نيوکه وکړه او له پاکستانه غواړي، چې باید دولت محور سیاست غوره کړي.
تېره ورځ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر اعلان وکړ، چې دوی د کډوالو او سرحدي ستونزو د حل په موخه پاکستان ته پلاوی استولی دی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي، چې افغان حکومت د تروریستي ډلو سره، د سرحدونو او کډوالو د ستونزو د حل په موخه هر ډول لیده کاته محکوموي.