په ټولنیزو شبکو کې داسې یو غږ لاس په لاس کيږي، چې پکې د کابل د ګارنیزیون پخوانی قوماندان ګلنبي احمدزي په غږ شخص پواسطه امر کيږي، چې د کابل خونړي برید له امله پر اعتراضکوونکو ډزې وکړي.
په دغه صوتي نوار کې احمدزی د کابل پر امنیې قوماندان حسنشاه فروغ امر کوي، چې که معترضان د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړي، نو ډزې دې پرې وکړي.
اوسمهال د حسنشاه فروغ او ګلنبي احمدزي دندې د تعلیق په حالت کې دي.
ګلنبي احمدزی دستور ورکوي، چې لومړی دې پر معترضانو د اطفایو پواسطه اوبه وشیندي او وروسته دې بیا پرې ډزې وکړي.
د کابل د امنیې پخوانی قوماندان حسنشاه فروغ هم د کابل ښار د لسمې حوزې پر امر پټکې کوي او ورته خبرداری ورکوي، چې که د اعتراضکوونکو خیمې ټولې نهکړې، نو پر دغه دنده به پاتې نهشي.
خو ګلنبي احمدزي بیا د دغه غږ په اړه سلاموطندار ته وویل، چې دوی نه پوهيږي دغه غږ د چا دی او څنګه ثبت شوی دی؟
نوموړي ویلي، دی نه شي تاییدولی چې ګني دغه نوار کې دې د ده غږ وي.
له بل لوري حسنشاه فروغ هم دغه غږ خپل نه بولي او د نورو پهواسطه يې یو جوړ شوی او جعلي کار بولي.
نوموړي زیاته کړه:" د دغو غږونو نشر ته سپارل د سیاسي پلوه مناسب کار نه دی ".
د غبرګولي په ۱۰ د چهارشنبې په ورځ کابل په خورا ډیپلوماټیکه سیمه کې زوروره چاودنه وشوه.
دغې چاودنې شاوخوا ۹۰ تنه ووژل او نږدې ۵۰۰ يې ټپیان کړل.
په سبا باندې يې د خلکو لهخوا لاریون وشو او لاریون په تاوتریخوالو واوښت.
د تاوتریخوالو له امله ۶ اعتراضکوونکي ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان شول.
اعتراض کوونکو د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کابل ګارنیزیون قوماندان ګلنبي احمدزي او امنیې قوماندان حسنشاه فروغ د ګوښه کېدو غوښتونکي شول.