پروان کې د جوړو شویو ناامنیو په اړه د یوشمېر نوماندانو اندېښنې

پروان کې ولسي جرګې ته ۶ نوماندان چې ۴ نارینه او ۲ یې ښځینه دي ادعا کوي چې یوشمېر نوماندان د هغو سیمو ناامن کولو له‌‌پاره چې رایې په‌کې نه‌لري، د دولت وسله‌والو مخالفانو ته پیسې ورکوي.

ولسي جرګې ته نوماند عبدالظاهر سالنګي خبرداری ورکوي، که جمهوري ریاست دا موضوع ونه څېړي، خپله به لاس په‌کار شي.

یو بل نوماند محمداګل مجاهد وايي، یوشمېر حکومتي چارواکي او د ولسي جرګې برحاله استازي هڅه کوي چې د درغلۍ له‌پاره ځینې سیمه‌ییز حکومتي مسوولان له ځانګړو ځایونو لرې او پرځای یې خپل کسان وټاکي.

د نوموړي په وینا، څه موده وړاندې ناڅرګندو کسانو د عبدالستار خواصي پر موټر برید وکړ، خو کله چې د پولیسو قومندان د نوموړي دفاع له‌پاره سیمې ته لاړ، د خواصي کسانو نوموړی بې‌وسلې کړ او له حکومته یې وغوښتل چې له دندې یې لرې کړي.

د دې موضوع په اړه مو هڅه وکړه چې د عبدالستار خواصي نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.

په همدې حال کې د پروان امنیې قومندان محمدمحفوظ وليزاده د نوماندانو ادعاوې ردوي او وايي، یاد قومندان یوه اوونۍ رخصتي اخیستې ده.

د قانون خلاف د ډېرو پیسو لګول، د یوشمېر نوماندانو له لوري نامسوولو کسانو ته وسلې ورکول، د نوماندانو خپل‌منځی تخریب او د پېژندپاڼو او سټېکرونو پېرل، هغه څه دي چې یوشمېر نوماندان پرې نیوکه کوي او له اړوندو ادارو غواړي چې مخه یې ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام