د پرتګال فوټبال لوبډله د اروپا د ملتونو په لوبو یا (یورو ۲۰۱۶) کې په خپل اضافي وخت کې له فرانسې سره ولوبېده چې ۰-۱ پر وړاندې یې سیالي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
لوبه د فرانسې په حملې سره پیل شوه، په ۷ دقیقه کې رونالډو یو څه ټپي شو او ټول پرتګالیان یې خواشیني کړل، خو بېرته ژر میدان ته راغی.
د لوبې په دوام کې کریسټیانو رونالډو اعلان وکړ، چې لوبې ته ادامه نه شي ورکولی، بلاخره د لوبې په ۲۵مه دقیقه کې په ژړا له میدان ووت او پر ځای یې بل لوبغاړی میدان ته راغی.
لوبې د فرانسې په یرغلیز ډول روانه وه، په وروستیو دقیقو کې لوبه ډېر حساس پړاو ته ورسېدله.
تر ډېره وخته پوره د دواړو لوبډلو لوبه مساوي روانه وه، خو پرتګال په ۱۰۹ دقیقه کې ګول ووهلو او لوبې ته یې تغییر ورکړ.
فرانسویانو په پاتې ۱۰ دقیقو کې پر پرتګالۍ لوبډلې حملې وکړې؛ خو پرتګالیانو له ګوله دفاع وکړه او د فرانسي په خاوره کې یې د اتلولۍ جنشن ونمانځلو.