پدرام: له سرتېرو د نقلې وسایطو په توګه کار اخیستل کېږي

د افغانستان د سولې، عدالت او ازادۍ غورځنک نن په کابل کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د پېښې قربانیانو روح ته د دوعا مراسم نیولي وو.

د دې مراسم ګډونوالو د امنیتي ځواکونو له وړتیاوو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې افغان امنیتي ځواکونه په کافي اندازه امتیازات نه لري.

دوی وايي، سره له دې چې امنیتي ځواکونه د سر په بیه له خاورې دفاع کوي؛ خو حکومت ورته لازم او کافي اندازه امتیازات برابر کړي نه دي او په ډېرو سختیو کې ژوند تېروي.

په دې مراسمو کې د ولسي جرګې وکیل عبداللطیف پدرام وویل، عسکري سپېڅلې او د هېوادنۍ مینې انتها ده، خو په افغانستان کې له سرتېرو د نقلیه وسایطو په ټوګه استفاده کېږي او دغه راز د ملي دفاع وزارت په لوړو پوستونو کې سلیقوي ګومارنې کېږي.

پدرام وايي، هغه سرتېري چې د جګړې اولې کرښه کې دندې لري پېژندګلوي نه لري له همدې امله تراوسه د رتبې د ارتقا له‌پاره ثبت شوي نه دي او د دویمه درجه سرتېري په حیث ورته کتل کېږي.

پدارم وویل: "سرتېری یم، د وطنوالي حق نه لرم، جنرالۍ ته د ارتقا امکانات نه لرم، جسد مې خپل ولایت ته نه لېږدول کېږي پروینايي دا د شاهي نظام چارو او چلند ته ورګرځي."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شونکي احمد سعیدي هم په دې وروستیو کې په دولتي ادارو کې په ګومارنو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې په لوړو دولتي ادارو کې د سلیقې په اساس ګومارنه کېږي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش دغه موضوعات رد کړل او سلام وطندار ته یې وویل، د ملي دفاع وزارت په ګومانو کې هېڅ ډول قومي تعصبات نه دي پالل شوي.

رامنش وايي، د قانون له مخې ټولو امنیتي ځواکونو ته یو ډول امتیازات ورکول کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام