د ملي کنګرې د حزب مشر عبدالطیف پدرام د سولې پروسې سره د ګلبدین حکمتیار یو ځای کېدل د سولې پلویتوب نه بلکې واک ته رسیدل بولي.
پدرام کابل ته د ګلبدین حکمتیار راتګ د امریکا نوې پروژه بولي، چې په یو شکل به په افغانستان کې نوې جګړه پیل شي.
«هغه څه چې رامنځته شوي د امریکا تر مشرۍ لاندې جوړ شوی خو اعلان کوو چې موږ یوې نوې خونړۍ جګړې ته به دننه شو او دغه جګړه امریکا او ملګري يي په افغانستان کې پلان او مدیریت کوي.»
د پدرام پروینا، ګلبدین حکمتیار د امریکايي الوتکو تر سیورې او زرګونه نا مسووله وسله والو تر سکورت لاندې کابل ته دننه شو او ۳۵۰۰ کسیز نوملړ يي حکومت ته وړاندې کړ چې د افسرانو په توګه امنیتي بنسټونو کې شامل شي چې دا خپله ستره امتیاز غوښتنه ده.
پدرام د جنګي جنایت هیرولو په اړه د حزب اسلامي مشر او یو شمیر جهادي قوماندان دریځ پرخلاف د قربانیانو له کورنیو او بشري حقونو بنسټونو وغوښتل چې د دعوا له لارې په یوې عادلانه محکمې کې باید جنایتونو ته د رسیدنې غوښتونکي شي.
خو د حزب اسلامي ویاند نادر افغان د پدرام څرګندونې چې حکمتیار واک غواړي ردوي او په امنیتي بنسټونو کې د ۳۵۰۰ کسانو ځای پر ځای کول د خدمت کولو او سولې هوکړې پر اساس بولي.
« حکمتیار د سولې له بیرغ، سولې او پخلاینې پیغام سره کابل ته ننوتلی په حکومت کې د ونډې او واک ویش په اړه يي مخکې ویلي، چې مشارکت نه غواړي ځانته امتیاز نه غواړي او یوازې د سولې له پاره راغلی د جګړې ختمولو له پاره راغلی چې دا تحمیلي جګړې پای ته ورسیږي.»
په ورته وخت کې د ډیموکراسۍ کارګزارانو په نوم سازمان له سولې سره د حزب اسلامي ملاټر کوي او په هیواد کې يي د سولې او ټیکاو زمینې برابرولو له پاره یو ستر ګام بولي.
د یاد بنسټ مسوولین د اساسي قانون، د ټاکنو په شان ډیمواکراتیک ارزښتونو منل د حزب اسلامي له لوري ستایي او ددې حزب له مسوولینو غواړي چې بلې غونډې کې له وسلې پرته په ولسي حرکتونو کې ګډون وکړي.