درې وسلهوالو نن سهار د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چین په کونسلګرۍ برید وکړ او د کونسلګرۍ وداني ته یې د ننوتلو هڅه وکړه.
پاکستاني رسنۍ وایي چې په برید کې د چین د کونسلګرۍ ټول ۲۱ واړه کارکوونکي خوندي دي؛ خو د ۳ وژل شویو بریدګرو څخه یې یوه ځانته چاودونه ورکړې چی په پایله کې یې ۲ پاکستاني پولیس وژل شوي.
ویل کېږي چې د پېښې په ځای کې یو شکمن موټر هم نیول شوی چې چاودېدونکي توکي پهکې ځای پرځای شويوو.
پاکستان تراوسه د برید پړه په چا نهده اچولې؛ خو د بلوچ بېلتونپالو يوې ډلې (بلوچ لېبريشن آرمي) په ټويټر د درېیوو تنو یو ګډ انځور خپور کړی او ورته لیکلي یې دي چې د چین په سفارت یې ځانمرګی بريد کړىدى.
په همدې حال کې د خېبرپښتونخوا د اورکزۍ ایجنسۍ په یو مارکیټ کې نن له غرمې مخکې چاودنه شوې چې شاوخوا ۲۰ تنه پهکې وژل شوي او ډېر نور ټپيان دي. سرچینې وايي چې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شويدي.
تر اوسه د دې برید د مسوولیت په اړه کومې وسلهوالې ډلې څه نهدي ویلي.