که څه هم پاکستانۍ کرېکټ ملي لوبډلې په نړۍوالو شلاوریزو لوبو کې لا هم لومړی مقام لري؛ خو د افغانستان تله پرې لا هم درنه ده.
پاکستانۍ کرېکټ ملي لوبډلې که څه هم په وروستیو ۱۱ شلاوریزو کرېکټ لړیو (سیریزونو) کې د اتلولۍ جامونه ګټلي؛ خو لا هم باید په شلاوریزو لوبو کې د افغانستان ریکارډ مات کړي.
پاکستانۍ کرېکټ ملي لوبډلې روانه او تېره میاشت د نیوزیلینډ او اسټرالیا پر خلاف د څوو اوونیو په فاصله کې پرلهپسې ۶ نړۍوالې شلاوریزې لوبې وګټلې او پهدی سره یې د پرلهپسې بریاوو شمېر ۹ ته ورسولو.
پهداسې حال کې چې اوسمهال د زیاتو پرلهپسې ۱۱ نړۍوالو شلاوریزو لوبو د ګټلو ریکارډ له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره دی چې ۹ یې د اصغرستانکزي په لوبډلمشرۍ ګټلي دي.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې په ۲۰ اوریزو لوبو کې د پرلهپسې ۱۱ نړۍوالو ۲۰ اوریزو لوبو د ګټلو لړۍ د هندوستان په کوربتوب ۲۰۱۶ کال شلاوریز نړۍوال جام کې ویسټانډيز ته په ماتې ورکولو سره پیل کړېده او ورپسې یې په همدې کال کې په ۳ نړۍوالو شل اوریزو لوبو کې کوربه عربي اماراتو کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې.
په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان په شلاوریزو لوبو کې د بریاوو لړۍ ته د ایرلینډ خلاف دوام ورکړ چې یادې لوبډلې ته یې په (صحراجام) سیالیو کې ماتې ورکړه او ورپسې یې په همدې جام کې عربي اماراتو، عمان او بیا هم ایرلینډۍ کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې.
دغه راز د همدې کال په دوام افغانستان په هند کې له ایرلینډ سره ۳ شلاوریزې لوبې وکړې چې په درېیوو واړو کې یې بریاوې خپلې کړې؛ خو د ویسټانډيز په سفر کې کوربه لوبډلې د درېیوو واړو شلاوریزو لوبو په ګټلو سره د افغانستان د پرلهپسې ریکارډ ۱۱ بریاوو ته بریک ولګولو.
لهدې وروسته افغان کرېکټ ملي لوبډلې په عربي اماراتو کې له زمبابوی د ۲ شلاوریزو لوبو لړۍ وګټله، ورپسې یې په درېیوو واړو شلاوریزو لوبو کې کوربه بنګلهدېش ته ماتې ورکړې او هم یې په وروستۍ شلاوریز سیریز کې کوربه ایرلینډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه چې یو ځل بیا یې د پرلهپسې ۷ شلاوریزو بریاوو لړۍ پیل کړېده؛ خو له بدهمرغه افغانستان د روان کال اګست له ۲۲مې را پهدېخوا کومه نړۍواله شلاوریزه لوبه نهده کړې او نه هم په خپل مهالوېش کې د روان کال تر پایه کومه نړۍواله سیالۍ لري.
دا پهداسې حال کې ده چې له پاکستانۍ کرېکټ ملي لوبډلې وروسته افغان کرېکټ ملي لوبډله بیا له کرېکټ نړۍوالې شورا سره په شلاوریزې درجهبندۍ کې ۸م مقام لري.
د افغانستان او پاکستان دواړه کرېکټ ملي لوبډلې د روان کال تر پایه له کرېکټ نړۍوالې شورا سره په پلان شوي مهالوېش کې بله نړۍواله شلاوریزه لوبه نهلري.