داسې اوازې دي، پاکستان د ډېورنډ له کرغېړنې کرښې نه د راوښتلو پلان لري. که شوني وي؛ د ټول افغانستان واګې یا د کابل سیند له سرچینو، یانې د هندوکش تر هسکو څوکو پورې د دوی د سټراټیژیک پلان برخه ده.
په ورته وخت کې د ډېورنډ په دې خوا کې داسې کسان شته، چې "تر ډېورنډ پورې له لاسه وتلو سیمو" د بیا نیولو پلان په فکر کې دي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی د دغې نظريې له پلویانو ځنې و، چې په وروستیو ناستو کې یې د ملګرو په ډله کې "جهلم" د افغانستان سرحد په ټوګه یاد کړی و.
د نادر افشار او محمد شاه ګورکاني تر منځ د ځمکې د وېش په قرارداد کې د دغه سیند خوله د هند او خراسان سرحد ورته ټاکل شوی و.
پر افغانستان د شوروي اتحاد د تېري پر مهال پاکستان د تبلیغاتو په دفاعي حالت کې و او د "سټراټیژیک عمق" پروګرام یې په عملي توګه تعقیب کړ.
"د سټراټیژیک عمق" اصطلاح د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د انګلستان سفیر فرایزر تتلر له خوا د ۱۹۳۳ نه تر ۱۹۳۹ کلونو په منځ کې و کارول شوه.
تتلر د افغانستان تړل له پاکستان سره یو اړین او ضروري امر بللی و، نوموړی په دې باور و، چې افغانستان د دېو دېوال په څېر چې نورې برخې یې ترکیه او ایران تشکیلوي؛ ګرمو ابو ته د شوروي اتحاد مخه ونیسي.
پاکستان ته د شوروي اتحاد پر وړاندې د پاکستان درېدلو او نښتو د دې زمېنه برابره کړه، چې "د افغانستان په راتلونکي کې خلاص لاس پيدا کړي" د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستان په دې بریالی شو، چې د امو تر سیند پورې پر مخ لاړ.
دا سمه ده، چې د سپټمبر ۱۱ پېښې د پاکستان د غوښتنو پر خلاف هر څه بدل کړل، خو زموږ ګاونډيو هېوادونو خپلې وروستۍ هڅې وکړې، چې په افغانستان کې خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې خوندي کړي.
په افغانستان کې له یوې لسیزې زیات د لویدیځو نظاميانو د بې غورۍ او د پخواني ولسمشر حامد کرزي پلوي د دې لامل شوه، چې ګومان کېده، چې طالبان په ۲۰۰۵ کال کې نابود شوي دي؛ یبا ځلې ځواکمن شول او په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې یې په ټول هېواد کې حضور ولیدل شو.
کله چې افغان دولت د بهرنیانو د بریدونو پر وړاندې خپله ناتوانايي ثابته کړه؛ نو ولې به پاکستان د نویمې لسیزې حالت د بیا راګرځېدلو تمه نه کوي؟
داسې ښکاري، چې د پاکستاني نظامیانو یو برخه اوس هم دغه خوب ویني.
دوی له دوو لارو د " له لاسه تللو سیمو د خپلو لپاره" کار کوي. لومړی د قومي ناسیوناليزم، له مخې، د ډېورنډ د کرښې د قومي سلطې مخه نیول کېدل.
دویم په سیمه کې د هند روزل شوي سیاستوال، چې هڅه کوي، پاکستان په لوېدیځو پولو کې مصروف وساتي او د وطن پرستۍ تر شعار لاندې د پاکستان پام له کشمیره کابل ته واړوي.
اوسمهال د دغو داوړو چارو مشري کرزی پر غاړه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې له ډېورند کرښې هاخوا هیڅوک دغه غږ نه بدرګه کوي، دوی په دې هیله دي، چې یوه ورځ د پاکستان له نظام سره انډول شي او د دواړو هېوادنو تر منځ نظامي تعادل برابر شي.
له هندي تحرکاتو نه ملاتړ کول؛ هغه مضر سیاست دی، چې افغانستان د پاکستان د نیابتي جګړې په اور کې سوځولو ته راکاږي.
له پاکستان سره د افغانستان د نظامي ځواک د اڼدول معنا دا ده، چې افغانستان هم د پاکستان په څېر د اتومي سلاح څښتن شي.
ایا پوهیږئ، چې کله به افغانستان د اتومي سلاح څښتن شي؟
له دغو دوو موخو به کوم یو حیقیقت ته رسېږي؟
د امو څنډو ته ځان رسول او یا د سند په اوبو کې حمام کول؟
دا هر څه داسې مهال راذهن ته کېږي، چې وسله وال طالبانو د پاکستان لپاره هغه کمه لګښته سربازان دي، چې د دوی جهل، ناپوهۍ، تعصب او بې باکۍ، هېواد ته د زیان رسولو په پار هیڅ ډول رحم او وېره نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په پاکستان کې دننه د لاسرسي کم امکانات هم نه لري او له بل لوري پاکستان کولای شي، چې تر زیات وخت پورې دغې لوبې ته ادامه ورکړي او هره ورځ جنګ او وېرې په زور، د افغانانو ځان، مال، ابادونې، پرمختګ او د هوساینې باج واخلي.
افغانستان د پاکستان پر خلاف د هیڅ ډول عملي کار کولو توان نه لري.
د یادونې وړ ده، چې هیڅ هېواد له هغو کسانو نه، چې د له لاسه تللو سیمو د بیا راخپلولو پلان لري؛ ملاتړ نه کوي. نو همدغه ادعا وه، چې د ۲۰ پېړۍ له دویمې نیمايي نه د پاکستان ازادۍ را هیسې افغانستان له لویدیځې او اسلامي نړۍ نه جلا کړ او بلاخره د پخواني شوروي اتحاد په غېږ کې ولوېد.
هو! دا څرګنده ده، چې د پاکستان غوښتنه د ډېورنډ له سرحدي کرښې نه اوښتې ده او له دې کرښې نه د اوښتلو پلان لري.
غواړم له هغو کسانو نه پوښتنه وکړ، چې هغوی له پاکستان سره د سولې او حتی د خبرو اترو مخالف دي، دوی دغه اسټرااټیژیکه مواضع په کوم ځای کې درولی شو؟ د اموسیند پر غاړې، له سند سیند سره، پر ډېورنډ کرښه، یا د هندوکش پر لوړو څوکه؟
انګلیس په خپل وخت کې، چې په لوبغاړي مشهور و، هیڅکله له هندوکش هاخوا فکر نه دی کړی او په عمل کې یې د ډېورند کرښې په غاړو کې د استقرار لپاره د غرونو لویې سلسلې په شاوخوا کې تل فکر کړی دی.
اوسمهال د تزاري روسیې د پرمختګ وېره نه شته، دابه غوره نه وي، چې اوسني واقعیتونو نه ومنو؟