پاکستان: په راتلونکو څو ورځو کې د “آې، ایس، آې” مشر کابل ته راځي

د پاکستان د استخباراتو مشر:  جنرال نوید مختار

لیږونکی: په پاکستان کې د سلام‌وطندار خبریال؛ سراج علي 

د پاکستان استازي وايي، چې د هېواد د څارګرې ادارې مشر به يې په راتلونکو څو ورځو کې کابل ته ورشي او د ځينو افغان لوړ پوړو چارواکو سره به لیدنې هم وکړي.

د پاکستان د سیاسي ګوندونو او پارلماني خونو غړو له کابل سفر وروسته په هغه هیواد کې رسنيو ته د دغه سفر څخه خبر ورکړی.

د پاکستان د ولسي جرګې منشي ایاز صادق کابل ته د پاکستان د پارلماني پلاوي له سفر وروسته د رسنيو سره په خبرو کې خپل دغه سفر ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې په دې ډول تګ راتګ سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی کم شي.

ایاز صادق وايي، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ښه کېدو له‌پاره به په نږدې ورځو کې د پاکستان د استخباراتو مشرجنرال نوید مختار هم افغانستان ته په یو سفر لاړ شي.

کابل ته د پاکستان د استخباراتو د مشر جنرال نوید مختار د سفر په اړه د پاکستان پوځ متقاعد ډګروال نذیر خان وویل، چې روانه جګړه استخباراتي ده، نو د استخباراتو ترمنځ ریښتيني همکاري او باور پیدا کول د اړیکو په ښه کېدو کې یو لوی ګام کیدلی شي.

هغه وايي، چې اوسنی جنګ ټول استخباراتي جګړه او په دې کې استخباراتي تعلق، اعتبار، پيشکي اطلاع ورکول او د ترهګرو په اړه معلومات يو بل سره شريکول ضروري دي.

د نوموړي پر خبره، د آې، ایس، آې د مشر دوره یو لوی مثبت ګام بلل کېدای شي.

په ورته وخت کې د امنیتي مسایلو کارپوه جاوید کوهستاني سلام وطندارسره په خبرو کې وویل، ضرورت  د دې خبرې دی، چې دواړه هیوادونه د باور فضا رامنځته کولو له پاره عملي کار وکړي.

کوهستاني همدا ډول وایي، په دې برخه کې پاکستان ته پکار دي چې د باور فضا رامنځته کولو له‌پاره د ترهګرو ډلو په خلاف ګامونه پورته کړي.

کابل ته د پاکستان د استخباراتو د مشر د سفر خبر داسې مهال ورکول کیږي، چې یواځې څو ورځې وړاندې ددغې هیواد د پوځي چارواکو څخه جوړ یو پلاوي افغانستان ته سفر کړی و او د  لوړپوړو افغان پوځي چارواکو سره یې کتلي وو.

تر اوسه افغان چارواکو کابل ته د پاکستان د استخباراتو د مشر جنرال نوید مختار د سفر په اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام