اسلام اباد، ډهلي ته خبرداری ورکړی، که دا ځل د دوی پر سرحدونو د هندي ځواکونو له خوا بريد وشي؛ نو دوی به يې په پوره قوت سره ځواب ووايي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، پاکستان پوره وړتيا لري، چې د هند نظامي ځواکونو ته باالمثل ځواب ورکړي.
د جمعې پر ورځ د پاکستاني او هندي سرحدي ځواکونو ترمنځ په کشمیر سيمه کې د نښتې له امله ۹ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۴۰ نور يې ټپيان شوي دي.
پاکستاني چارواکي د لومړي بريد پړه پر هندي نظاميانو اچوي، خو هندي مقاماتو بیا ویلي، چې لومړی برید د پاکستاني ځواکونو له خوا شوی، چې په پایله کې یې ۴ هندي ځواکونه وژل شوي دي.
د روسيې په اوفا ښار کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د شوي تړون له مخې باید د دواړو هېوادونو چارواکو د ځېنو جدي ستونزو په اړه خبرې اترې کړې وای.
هندي مقاماتو ویلي، چې دغه تړون په پاکستان کې د تروریزم په اړه د جګړې په باب شوی، خو پاکستانی لوری بیا د کشمير معضله هم پکې شامله ګڼي، چې د پاکستان دغه موقف د هندوستان له سخت غبرګون سره مخ شو او خبرې اترې په ټپه ودرېدلې.
څو ورځې وړاندې په لوړه کچه د هندي او پاکستاني مقاماتو ترمنځ د ځېنو سرحدي موضوعاتو د حل په موخه خبرې اترې هم وشوې، خو داسې ښکاري، چې دغو خبرو اترو کومه مثبته پایله ورنه کړه.
د پاکستان دفاع وزیر په سرحد کې د نښتې له امله د ټپيانو سره د ليدلو پرمهال رسنيو ته ویلي، چې پاکستان د هندوستان له لوري د بريدونو حساب نيولی او په يوځايي توګه به په ښه قوت سره ورته ځواب ووايي.
هغه دا هم ویلي، که هندوستان یوځل بیا نړیوال سرحد په پام کې ونه نیسي؛ نو د ۱۹۶۵ ز کال په شان به قوي ضربه ورکړي.
په ۱۹۶۵ م ز کال د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ دوې اوونۍ جګړه روانه وه، چې په نتيجه کې يې دواړو لوريو ته مالي او ځاني زیانونه واوښتل.