افغانستان او پاکستان د نا رجستر شویو کډوالو د پاتې کېدا لپاره د یو نوي میکانېزم له مخې د یوې کمېتې پر جوړولو هوکړه وکړه، خو پاکستان وایي، چې د غیر ثبت شوي کډوالو په خلاف به قانوني چلند کوي.
په پاکستان کې د افغانستان له سفارت نه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د مهاجرینو وزیر سید عالمي بلخي، د ولسي جرګې غړي، پاکستان کې افغان سفیر او ځینو نورو افغان ډيپلوماټانو، د (مارچ په ۹) په خیبر پښتونخوا کې د دې ایالت له والي احمد خان عباسي، اعلی وزیر پروېز خټک او د دغه ایالت ګڼو نورو پاکستاني چارواکیو سره د نا راجسټر شویو افغان مهاجرینو پر ستونزو خبرې وکړې.
په خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو خواوو موافقه وکړه، چې په یوه داسې طرح کار کوي، چې له مخې یې غیر راجسټر شوي کډوالو ته په درنښت سره د بېرته ستندېدو قانوني لاره ولټول شي.
په ورته وخت کې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې "د افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسيدګۍ کمېټه" کې به، چي وړاندې یې د جوړېدو په اړه خبرې شوې وې، د خیبر پښتونخوا سیمه ییز حکومت، په دغه ایالت کې د افغانستان قونسلګري او د مهاجرینو استازي غړیتوب ولري،
دغه جوړېدونکې کمېټه به د ثبت او نا ثبت شویو کډوالو د نورو کارونو ترڅنګ د هغوی اسناد هم ارزیابي کړي.
افغان چارواکیو پر پاکستاني چارواکیو ټینګار وکړ، چې د غیر رجسټر شویو مهاجرینو په ستنولو کې له بیړي کار وانخلي، خو پاکستاني چارواکي وایي، چې د همدې کال تر وروستۍ میاشتې پورې به د پاتې کېدا اجازه ورکړي او وروسته له هغې به یې د کمېټې د پرېکړو له مخې په عزت خپل هېواد افغانستان ته ولېږي.
خو پاکستاني چارواکیو افغان چارواکیو ته ویلي، که نړیواله ټولنه له پاکستان سره هر څومره مرسته وکړي؛ دوی نه غواړي، چې وروسته له دې غیر راجسټر شوي مهاجرین په پاکستان کې پرېږدي.
پاکستاني رسنيو دچارواکيو له خولې خبر ورکړی چې په ناقانونه توګه پاکستان کې وسېدونکي کډوالو سره به دهغه هیواد د قانون مطابق چلند کوي.
د پاکستاني رسنيو د ورکړو شمېرو له مخې په پاکستان کې دم ګړۍ نږدې ۱۵ سوه زره راجسټر شوي او نږدې ۲ میليونه کډوال پرته له قانوني اسنادو ژوند کوي.
په خېبر پښتونخوا کې د ۲۰۱۴ میلادي کال د ډسمبر پر ۱۷ نېټه پر یو پوځي ښوونځي د برید له امله شاوخوا د ۱۵۰ ماشومانو وژل کېدا د دې لامل شوه، چې په پاکستان کې پر افغان کډوالو کړۍ تنګه کړي.
په همدې حال کې دافغانستان دکډوالو وزیر پاکستان کې د میشت افغانانو استازو سره لیده کاته هم کړي او له هغوي يې غوښتي، چې افغانستان ته ستانه شي.