پاکستانیو ځواکونو پر لالپورې ولسوالۍ توغندییز بریدونه پیل کړي

د ننګرهار ولایت د لالپورې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د تېرې شپې راهیسې پاکستانیو ځواکونو د یادې ولسوالۍ پر رینا، پارچاو او مچ مېږي سیمو توغندییز بریدونه پیل کړي دي.

د لالپورې ولسوالۍ یو قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، د توپونو دغه بریدونه اوس هم روان دي او په دې سیمو کې ګڼ شمېر توغندي لګېدلي دي.

دغه قومي مشر وویل، د یادو توغندییزو بریدونو له امله تر اوسه ګڼ شمېر کورنۍ خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

له دغو بریدونو تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی .

بل پلو ختیځ کې د سرحدي لوا قوماندان محمد ایوب حسین خېل سلام وطندار ته د دغو بریدونو پخلی وکړ، خو زیاته یې کړه، چې پاکستانیو ځواکونو په دغو سیمو کې عملیات پیل کړي دي.

دغه بریدونه داسې مهال پیل شوي، چې له تېرې شپې راهیسې پاکستانیو پوله ساتو ځواکونو تورخم بندر هم د مسافرو پرمخ تړلی دی.

د سرحدي لوا قومندان محمد ایوب حسین خېل وايي، دوی له پاکستاني لوري سره په دې اړه لومړنۍ خبرې پیل کړي، خو لا د دروازې د خلاصون خبره نهايي شوې نه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام