د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس وايي، چې بنسټ پالنه یا افراط ګرايي یواځې په اسلامي نړۍ کې نه، بلکې په ټولو سيمو ان د کاتولیک په کلیساګانو کې هم شته.
پاپ له افریقايي هېوادونو څخه د لېدو پر مهال وویل، چې " دغه ناروغي په ټولو ادیانو کې شته. زموږ ځينې کاتولیکان هم په دغه ناروغۍ اخته دي."
هغه همدارنګه په دغه سفر کې د مسلمانانو له یو جومات څخه هم ليدنه وکړه.
دغه جومات په "پي کې ۵" نومي سيمه کې چېرته، چې مسلمانان اوسيږي موقعیت لري او پاپ فرانسیس د مسلمانانو د خورا تود هرکلي سره هم مخ شو.
پاپ ټول مسلمانان خويندې او ورونه و ګڼل او له هغوی غوښتنه وکړه، چې له مذهبي جګړو لاس واخلي.
نوموړي زیاته کړه، چې ټول باید په یوه غږ کرکې، انتقام اخیستنې او تاوتریخوالي ته نه وايي.
هغه څو ورځې وړاندې د امريکا په کانګرس کې د خپل وينا پرمهال وویل " موږ پوهېږو، چې د افراطګرايي له امله هیڅ دين په امان کې نه دی او دا په دې معنا ده، چې د هر ډول افراطګرايي پر وړاندې محطاط و اوسو."
همدارنګه نوموړي له کنيايي ځوانانو سره د لېدنې پر مهال وویل، چې نایروبي او کاریسا کې تروریستي بريدونه د غندلو وړ دي.
افریقايي هېوادونه په ځانګړي ډول، نایجريا، سومالیا او مرکزي جمهوري افریقا د مذهبي جنګونو خورا ژور تاریخ لري.
د مرکزي افریقا په پلازمېنه کې د دغو نښتو له امله یوازې د سپټمبر په میاشت کې ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.