پاولو کوئیلو خپل اثار بامیانو ته لېږي

صابر حسیني شاوخوا نهه میاشتې مخکې د یو ګرځنده کتابتون نوښت وکړ او په بایسکل باندې یې ځوانانو او ماشومانو ته د کتابونو ګرځول پیل کړل. د نړۍ یو مشهور برازيلي لیکوال پاولو کو ئیلو په خپلې ټویټر پاڼې د ټولنیزو رسنیو له کاروونکیو غوښتي، چې صابر حسیني ته د ده د ټولو اثارو په رسولو کې له ده سره مرسته وکړي.

د کوئیلو له اثارو سره تقریباً ډېر خلک اشنا دي او مشهور اثار یې «کیماګر»، «پلرونه، زامن او لمسیان» او «رونیکا پرېکړه کړې چې مړه شي» دي. د کوئیلو اثار د نړۍ په ۵۶ ژبو ژباړل شوي دي او ۱۵۰ نه په زیاتو هېوادونو کې خپاره شوي دي.

صابر حسیني له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د دې خبر په اورېدلو خوشاله دی او دا چې ورځ تر بلې د ده کار ته لیکوالان او فرهنګيان پاملرنه کوي؛ راتلونکې ته ډېر هیله من دی. هغه د ټولنیزو رسنیو له کاروونکیو وغوښتل چې د ده او پالو کوئيلو ترمنځ د اړیکي ونډه ادا کړي، چې کتابونه یې تر بامیانو راورسېږي.

د حسیني ګرځنده کتابتون د شعر، داستان او انځورګرۍ په اړه شاوخوا ۲۰۰ کتابونه لري. هغه دا کتابونه د بایسکل پر زین او کنجوغه په یو صندق کې ږدي او د بامیانو پر ۱۱ منطقو ګرځوي.

حسیني د هېواد د فرهنګیانو په مرسته د شهیدان په سیمه او د دې ولایت په یکولنګ ولسوالۍ کې ۵ کتابتونونه جوړ کړي دي.

هغه زیاتوي، تر اوسه چې يې کومې لاسته راوړنې او مثبتې پایلې ترلاسه کړي؛ نو ډېر ژر به د افغانستان د نورو ولایتونو د اوسېدونکیو په غوښتنه، نورو ښارونو او کلیو ته هم دا لړۍ وغځوي.

حسني په دې باور دی، چې نه زغم، یو بل نه منل، بې سوادي او د کتاب نه لوستنې فرهنګ په افغانستان کې د بې اتفاقۍ او بدبختۍ اصلي لاملونه دي او پوهه هغه وسله ده، چې افغانستان په نړۍ کې د یو ښه هېواد په توګه معرفي کولی شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام