د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا) وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تقابل د بیاشمېرنې او تفتیش پروسه له ستونزو سره مخ کړې ده.
د ټیفا دغه اعلامیه د ټاکنیزو کمېسیونونو تقابل په اړه د سلاموطندار د راپور له خپرولو وروسته خپره شوه.
د ټیفا په اعلامیه کې چې نن خپره شوې، لیکل شوي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو تقابل لامل شوی چې دواړه لوري ونه توانېږي، څو یوه داسې سمه او منطقي حللاره پیدا کړي چې د دواړو کمېسیونونو قناعت ترلاسه کړي.
اعلامیې زیاته کړې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مشرتابه له لوري د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړو د تحریف په اړه دغه کمېسیون اندېښمن دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ټینګار کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د طرزالعملونو او فزیکي توکیو (د رایې ورکولو صندقونو او ټولو موجودو توکیو) له مخې د رایو پلټنه پر مخ یوسي، نه په ټاکنو کمېسیون کې د ارشیف شویو معلوماتو له مخې.
ټاکل شوې وه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو د بیاشمېرنې او پلټنې پلان تایید او بېرته یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په واک کې ورکړي، خو د ټیفا ارزونې ښيي چې نه یوازې یاد پلان له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره نه دی شریک شوی، بلکې تر اوسه د ټاکنو کمېسیون له لوري تایید او تصویب شوی هم نه دی.
ټیفا د ټاکنیزو کمېسیونونو د نه همکارۍ او د رایو د بیاشمېرنې او پلټنې په پروسه کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د استازیو نه ګډون د اندېښنې وړ بولي او وايي، د «تقابل» دوام د نویو ستونزو او د ټاکنو د ناقانونۍ او نه روڼوالي په اړه د ټاکنیزو ټیمونو د ادعاوو ثابتېدو ته لار هواروي.
دغه بنسټ له ټاکنو خپلواک کمېسیون نه غوښتي چې له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره په تفاهم او همکارۍ د شته طرزالعملونو له مخې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړو د پلي کېدو پروسه پر مخ یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه غړي محمدحنیف دانشیار نن سهار په یوه خبري غونډه کې وویل چې د رایو ځانګړې پلټنه پای ته رسېدلې او په راتلونکیو درې یا څلورو ورځو کې به د ولسمشري ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړي.