د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا نن په کابل کې د خبري غونډې پر مهال د ولسمشري ټاکنو بهیر په اړه خپلې موندنې خپرې کړې.
د ټیفا د موندنو پر بنسټ، ټاکنیزو کمېسیونونو د تلې د شپږمې نېټې په ټاکنو بهیر کې اساسي قانون، د ټاکنو قانون، ټاکنیز طرزالعملونه او لایحې نقض کړې دي.
دغه موندنې ښيي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۴ ځله او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۳ ځله ټاکنیز مهالوېش نقض کړی دی.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوبزاده وايي، په ولسمشري ټاکنو کې د دواړو کمېسیونونو اقدامات د قناعت وړ نه دي.
د ټیفا موندنې ښيي چې ټاکنیزو کمېسیونونو له ولسمشري ټاکنو وروسته د اساسي قانون یو مورد، د ټاکنو قانون ۱۷ مورده او د ټاکنیزو لایحو او طرزالعملونو ۲۴ مورده نقض کړي چې له ډلې یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۷۷،۷۷ سلنه، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۱۱،۱۱ سلنه او ټاکنیزو ډلو هم ۱۱،۱۱ سلنه د قوانینو په نقضولو کې رول درلود.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي سلاموطندار ته وویل چې د ټیفا موندنې په حقیقت نه دي ولاړې او بېبنسټه دي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د ټاکنیزو اختلافي او استثنايي قضیو په اړه له ټاکنیزو کمېسیونونو، څارونکيو بنسټونو، ټاکنیزو ټیمونو، سیاسي ګوندونو او نړیوالې ټولنې سره د علني غونډو جوړولو غوښتنه وکړه.
سره له دې چې د ولسمشري ټاکنې نږدې پنځه میاشتې مخکې شوي، خو ټاکنیز کمېسیونونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړي.
اړوند مطالب:
د شکایتونو کمېسیون د ۳۰۰ زرو لانجمنو رایو په اړه راتلونکې اوونۍ پرېکړه کوي