د بامیانو او دایکندي اوسېدونکيو نن سه شنبې د (می پر ۳مه) په یوې اعتراضیه غونډه کې حکومت ته خبرداری ورکړ، که د ترکمنستان د برېښنا مزي د افغانستان د مرکزي ولایتونو له لارې تېر نه شي؛ نو دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
اعتراض کوونکیو وویل، چې د بامیان او وردګو له لارې د برېښنا مزو تېرولو سره به ټولنیزعدالت تامین شي.
په ورته وخت کې د هرات د خلکو استازی احمد بهزاد، چې د دغو اعتراض کوونکیو له ډلې دی وايي، که حکومت په دې برخه کې بې غوري وکړي؛ د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرایوي ریاست له مرستیالانو نیولې، د پارلمان او د کابېنې ځېنو غړیو پورې به له خپلو دندو استعفا وکړي.
دوی وویل، له یونیم کال راهیسې یې هڅې کړي دي، چې د برېښنا دغه مزي د مرکزي ولایتونو له لارې تېر شي او په دې برخه کې یې د حکومت مشرانو ته د سیمې د خلکو له خوا د حکومت مشرتابه ته لیکونه ورلېږلي وو.
یادو خلکو په حکومت تور پورې کړ، چې د ملي یووالي حکومت مشران د خلکو غوښتنو ته پام نه کوي او خپله خوښه په ټولو مني.
اعتراض کوونکیو رسنیو ته وویل، چې د کاناډا د "های، سي، این، ایس" شرکت او د جرمني "فیشنر" شرکت د څېړنو له مخې باید د برېښنا دغه مزي د بامیانو او میدان وردګو له لارې وغځول شي.
دوی وايي، چې د دغو شرکتونو د څېړنو له مخې، سالنګ د جغرافیوي محدودیتونو او واورینو توفانونو له امله مناسب نه دی.
اعتراض کوونکیو حکومت ته د غوايي میاشتې تر ۱۶ نېټې پورې فرصت ورکړی دی، چې په خپلې اوسنۍ پرېکړې له سره غور وکړي.
دوی وايي، چې د افغانستان د برېښنا د ماسټر پلان، تخنیکي اصولو، اقتصادي اړخونو او د متوازن انکشاف له مخې د برېښنا دغه مزي باید د بامیانو او میدان وردګو له لارې تېر شي.
له بل لوری د برېښنا، اوبو او انرژۍ وزارت ویاند علي احمد عثماني په خبري غونډه کې وویل، چې د حکومت مشرانو دغه موضوع تر څېړنې لاندې نیسي او اوس "ټوټاپ" پروژې د لارې د بدلون له پاره هیڅ کوم پلان نه شته.