د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دولت ته یې سپارښتنه کړې چې د کورونا ویروس مخنیوي لپاره له روغتیا نړیوال سازمان سره د دغه هېواد مالي مرسته وځنډوي.
ټرمپ وايي، یاد سازمان د دغه ویروس د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات نه دي کړي او په خپله دنده کې پاتې راغلی چې په وینا یې، باید د خپلې بېمدیریتۍ ځواب ووايي.
اوس امریکا پر کورونا ویروس تر ټولو ډېر اخته کسان لري چې شمېر یې ۵۹۳ زرو ته رسېږي او له ۲۵ زره ډېرو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
ټرمپ تر دې مخکې د روغتیا پر نړیوال سازمان تور پورې کړی و چې د چین په ګټه دوهګونی چلند کوي. خو د دغه سازمان مدیر تدروس ګبریسیوس تېره اوونۍ د خپل سازمان له چلنده دفاع وکړه او د کورونا ویروس د سیاسي کېدو پای ته رسول یې وغوښتل.
امریکا د روغتیا نړیوال سازمان تر ټولو ستر مرستندوی هېواد دی چې د یاد سازمان ۱۵ سلنه بودیجه ورکوي.
بلهخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له روغتیا نړیوال سازمان سره د امریکا د مرستو ځنډېدو پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې اوس د دغه سازمان د مالي سرچینو کمولو لپاره مناسب وخت نه دی.
د نوموړي په وینا، نړیوالې ټولنې ته پهکار ده چې اوس د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره سره یو موټی شي او اوږه په اوږه یې پر وړاندې مبارزه کوي.