ټاکنې؛ اختلافونه درغلۍ او سیاسي لاسوهنې ته زمینه برابروي

د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وایي چې د ولسي جرګې ټاکنو په اړه د ټاکنو او شکایتونو کمېسیونونو ترمنځ اختلافونو درغلۍ او سیاسي لاسوهنې ته زمینه برابره کړه.

د فیفا مشر یوسف رشید نن کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د دواړو کمېسیونونو ترمنځ اختلافونه او نه همغږي د ناوړې ګټنې لامل شول.  

د ښاغلي رشید په وینا، د دواړو کمېسیونونو ترمنځ تقابل ولسي جرګې ته د رایه ورکوونکیو نوم‌لیکنه، وطنوالو او نوماندانو ته ټاکنیز عدالت تر پوښتنې لاندې راووست.

د فیفا رییس زیاتوي، په دواړو کمېسیونونو کې پرېکړې ضد او نقیضې دي او د ټاکنو کمېسیون سره له همغږي پرته د شکایتونو کمېسیون له لوري د کابل رایو باطلول، د دغه ټکر ښه بېلګه ده. 

له بله‌پلوه د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیاله ویانده کبرا رضایي وایي چې په ټاکنو کې هر ډول تقابل د خلکو او حکومت په ګټه نه‌دی.

د مېرمن رضایي په وینا، دوی هڅه کوي په یو سوله‌ییز بهیر کې ملي ګټو ته په پام سره د شکایتونو کمېسیون رایې تفتیش او بیا وشماري.

په‌دې اړه مو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نظر اخېستلو هڅه هم وکړه؛ خو له پرله‌پسې هڅو سره ـ سره بیا هم ونه توانېدو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام