هرات کې یوشمېر رایورکوونکي وايي، د دې ولایت په ټاکنیزو مرکزونو کې د بېلابېلو ستونزو له امله یې له رایورکولو ډډه کړې او بېرته کورونو ته ستانه شوي دي.
د دوی په وینا، د کمېسیون یوشمېر کارکوونکیو ته د بایومټریک په اړه لازمه روزنه ورکړل شوې نهده او دغه راز په مرکزونو کې د رایورکوونکیو نوملړ نهوو.
د رایورکولو پرمهال د ډېر وخت تېرېدل د رایورکوونکیو پهوړاندې بله ستونزه وه چې په اړه شکایت لري.