وکیلانو د یوې میاشتې معاش په لانجو کې واخیست

د ولسي جرګې د کار له پیل نه د یوې میاشتې په تېرېدو د جرګې غړي لا هم نه‌دي توانېدلي چې د ولسي جرګې رییس غوره کړي او د ریاست څوکۍ پر سر رامنځ‌ته شوې شخړه لا هم دوام لري.

خو له دې سره سره د ولسي جرګې غړیو د ثور میاشتې معاش اخیستی چې دغه موضوع د جرګې د یوشمېر نورو غړیو له کلکو نیوکو سره مخ شوې ده.

یوشمېر وکیلان وايي، جرګې په تېره یوه میاشت کې هېڅ ګټور کار نه‌دی کړی او په بې‌کارۍ کې د معاش اخیستل د شرم وړ دي.

د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن وايي، د رییس څوکۍ پر سر ستونزې لامل شوي چې ولسي استازي د افغانانو لپاره هېڅ ‌ډول کار و نه‌کړي. د نوموړې په وینا، وکیلانو په تېره یوه میاشت کې کار نه، بلکې لانجې کړي، خو معاش یې بیا په بې‌شرمۍ اخیستی دی.

د ولسي جرګې بل غړی سید حسن پکتیاوال هم وايي چې ولسي استازیو په تېره یوه میاشت کې هېڅ داسې کار نه‌دی کړی چې باید معاش یې ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، په جرګه کې روان وضعیت د افسوس وړ دی او د ولسي جرګې د غړیو حقونه باید د جګړې قربانیانو ته ورکړل شوي وای.

د ولسي جرګې اوسني وضعیت ته په کتو داسې ښکاري چې دا جرګه به په لنډ وخت کې له اوسنیو ستونزو را ونه وځي.

د یادونې وړ ده چې د ولسي جرګې د هر غړي میاشتنی معاش او امتیاز ۲۴۰ زره افغانیو ته رسېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام