ولسي جرګې له ولسمشر غني د اوربند تمدید غوښتنه وکړه

د حکومت له لوري د څو ورځني اوربند او ورپسې د اختر په مناسبت د طالبانو له‌خوا له درې ورځني اوربند وروسته طالبان د اختر په شپو او ورځو کې پلازمېنې کابل او د یوشمېر ولایتونو ښارونو ته راننوتل او د ښار له ګڼو ګوڼو ډکو سیمو کې یې خپل بیرغونه نصب کړل.

خلکو هم ورسره سلفي انځورونه واخیستل او تود هرکلی یې ځنې وکړ.

ښارونو ته د طالبانو دغسې راتلل او له هغوی د خلکو دغه‌شان هرکلی لامل شو څو ولسمشر تېره ورځ د «هلمند سوله‌غوښتونکیو کاروان» سره لیدنه کې ان تر یوکال پورې د اوربند د تمدید ژمنه وکړي.

ورته وخت کې د ولسي جرګې ځېنې غړي هم د حکومت او طالبانو ترمنځ له اوربند هرکلی کوي او له ولسمشره غواړي یو اړخیزه سوله تمدید کړي؛ د خبرو او د طالبانو ځواب ترلاسه کولو له‌پاره یو پلاوي ته دنده وسپاري.

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وايي، حکومت باید زموږ له وروڼو سره یو اړخیزه سوله تمدید کړي.

د ولسي جرګې بل غړی نادرخان کټوازی د درې ورځني اوربند له تمدید هرکلی کوي. وايي، هغوی چمتو دي د سولې پیغام لېږدولو او د اوربند دوام په موخه د خبرو له‌پاره، ټول هېواد ته سفرونه وکړي.

اخوا د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وايي، درې ورځنی اوربند بې‌مخینې او د افغانانو له‌پاره یو ښه خبر و چې د ټولو په زړونو کې یې سولې ته د رسېدو هیلې ژوندۍ کړې.

د ښاغلي ابراهیمي په وینا، د ولسي جرګې غړي هر هغه ځای کې چې د ملي ګټو په ځانګړې توګه د سولې خبره مطرح وي؛ اتفاق نظر لري.

خو د ولسي جرګې ځېنې نور غړي د سولې عالي شورا په کړنو نیوکه کوي او وايي، دغې شورا له طالبانو سره د پردې ترشا خبرې کړي او جرګه یې اغفال کړې ده.

شاګل رضايي وايي، د سولې عالي شورا باید د سولې خبرو په تړاو د ځواب ویلو له‌پاره ولسي‌ جرګې ته ور وغوښتل شي.

لا روښانه نه ده چې کوم لوري ارګ، امریکایان، چینایان، پاکستانیان او یا هم د سولې عالي شورا په کومو وسیلو او ژمنو او په څه ډول طالبانو سره اوربند ته ورسېد.

ښارونو ته د طالبانو دننه کېدل له تصوره لرې خبره وه او اوس چې ځېنې یې ښارونو کې پاتې دي دا هم د پوښتنې وړ خبره ده.

له دې سره داسې ښکاري د ولسي جرګې ډېری غړی د اوربند راتلونکې او طالبانو سره د خبرو بهیر ته هیله‌مند دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام