ولسي جرګې له فلسطین ملاتړ وکړ

د افغانستان ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډې کې د یو پرېکړه‌لیک په صادرولو سره د اسراییلو له لوري د فلسطینیانو وژنه او بیت‌المقدس ته د امریکا د سفارت لېږدول وغندل.

پرېکړه‌لیک د اسراییلو اقدام انسان‌ضد عمل وګڼلو او له اسلامي هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې د اسراییلو د دې عمل په مقابل کې عملي اقدام وکړي.

د ولسي جرګې غړي عبدالرحمان رحماني په‌دې پرېکړه‌لیک کې ولوستل چې اسراییل د فلسطین په غزه کې د خلکو په وژلو سره په بشر ضد عمل لاس پورې کړی‌دی. دې پرېکړه‌لیک هېوادونه او د بشري حقونو نړ‌ۍ‌وال سازمانونه د اسراییلو له لوري پر فلسطینيانو باندې د وژونو او ظلمونو په مقابل کې په چوپتیا تورن کړل.

په‌دې پرېکړه‌لیک کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلو چلند تروریزم ګڼل شوی او له فلسطیني وګړیو نه په‌کې د افغانانو د ملاتړ اعلان شوی.

ولسي جرګې د اسلامي هېوادونو له مشرانو او اسلامي سازمان له کنفرانسه د اسراییلو په مقابل کې د دریځ نیولو غوښتنه هم وکړه.

په‌ پرېکړه‌لیک کې له ملګرو ملتونو نه غوښتنه شوې‌ چې د اسراییلو اقدام وڅېړي او عاملان یې د بشري ضد د مرتکیبنو په نامه ثبت کړي.

د امریکا د سفارت له لېږد سره هم‌مهاله په غزه کې فلسطینیانو لاریونونه وکړل. دا لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل چې په پایله کې یې په لسګونو فلسطینیان ووژل شول او له ۲۰۰ تنو ډېر ټپيان شول.

د بشري حقونو ډلو هم د غزې په سرحد کې د معترضانو پر ضد د اسراییلي پوځیانو د تېرې ورځې تاوتریخوالی وغندلو او د بښنې نړۍوال سازمان هغه «د نړۍ‌والو قوانینو بې‌‌رحمانه نقض» ونومولو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر زېږدیز کال په ډېسمبر کې بیت‌المقدس په رسمي ډول د اسراییلو په پلازمېنې وپېژندلو او له تل‌ابیب نه یې بیت‌المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږد امر ورکړ. د ډونالډ ټرمپ له‌دې امره وروسته په ملګرو ملتونو کې بیت‌المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږد پر سر رای‌اچوونه وشوه چې د رایو په غوڅ اکثریت رد شو؛ خو امریکا بالاخره د تېرې سه‌شنبې په ورځ خپل سفارت له  تل‌ابیب نه بیت‌المقدس ته ولېږدولو.

دې پرېکړې د نړۍ په کچه غبرګونونه راوپارول او د امریکا د دې کار غندنه یې وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام