ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي غونډه کې د ملي یووالي ټینګښت او سیاسي وفاق رامنځته کولو ترنوم لاندې طرحه جوړه کړه.
په دې طرحه کې له حکومته غوښتل شوي، چې د کابل خونړي برید په ځانګړې توګه پر لاریون کوونکو د ډزو عاملین وپېژني او بې کفایته امنیتي مسوولین باید له دندې ګوښه او محاکمه کړي.
د دې طرحې په دویمې مادې کې راغلي، حکومت باید د جمعې ورځې پېښې د قربانیانو مادي او معنوي ملاټر وکړي.
دغه راز د طرحې په درېیمې مادې کې ذکر شوي، چې حکومت باید ژر تر ژره امنیتي ستراتیژي ولسي جرګې ته واستوي او د امنیتي بنسټونو له سیاسي کولو دې مخنیوی وکړي.
درېیمه ماده زیاتوي، له امریکې سره د امنیتي تړون په پام کې نیولو سره د هېواد امنیتي سیاست ته بیا کتنه وشي او ټینګار شوی، چې امنیتي بنسټونه باید له شکمنو کسانو پاک کړي.
په دغې طرحې کې له حکومته غوښتل شوي، د ملي یووالي حکومت سیاسي هوکړه لیک ژمنې دې عملي او موازي ادارې دې لغوه کړي.
د طرحې په یوې برخه کې ویل شوي، چې افغان حکومت باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ترهګرۍ ملاټرو په توګه له پاکستانه شکایت وکړي او هغه طالبان چې له سولې سره نه یوځای کېږي باید د تروریست په توګه وپېژندل شي.