ولسي جرګې ته د دفاع وزارت نوماند وزیر ور وپېژندل شو

 د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د ملي دفاع نوماند وزیر محمدمعصوم ستانکزی، د افغانستان بانک نوماند رییس ډاکتر خلیل الله صدیق او د سترې محکمې عالي شورا ته دوه نومول شوي غړي هر یو محمد یوسف حلیم او انیسه رسولي، ور وپېژندل شول. 

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل، نوموړي کسان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش ولسي جرګې ته ور وپېژندل.

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش، معصوم ستانکزی په کار پوه، مسلکي او وړ شخص یاد کړ او د جرګې له ټولو غړو څخه يې غوښتنه وکړه، چې ورته د اعتماد رایه ورکړي.

سرور دانش زیاته کړه، چې معصوم ستانکزی په انګليسي، عربي، روسي، پښتو او دري ژبو پوهيږي او د حربي ښوونځي څخه فارغ شوی دی.

پټه دې پاتې نه وي، چې دا لومړی ځل دی، چې سترې محکمې عالي شورا ته یوه ښځه د اعتماد رای اخیستو په موخه پېژندل کيږي. 

 که د ملي دفاع نوماند وزیر له ولسي جرګې د باور رایه واخلي په دې سره به کابینه بشپره، خو د سترې محکمې عالي شورا ۷ غړي، د سرې میاشتې رییس او لوی څارنوال لا هم نه دي معرفي شوي.

د ویلوده، چې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې کله چې معصوم ستانکزی د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش له لوري ولسي جرګې ته د باور رايې اخیستو په موخه معرفي کېده، نو د یادې جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي له لوري تالار ته دعوت څخه څو شېبې مخکې ځانمرګی برید وشو او هر څه يې ګډوډ کړل.

د امنيتي چارواکو په وينا په دغه بريد کې شاوخوا ۸ ځانمرګي بريدګر ووژل شول.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام