ولسي جرګه: پر الکوزي شرکت د ځمکې پلورل د قانون خلاف دی

د ولسي جرګې چهارشنبې عمومي غونډې ته د ماليې او سوداګرۍ وزیرانو ترڅنګ د ملکي هوانوردۍ ادارې مسولین  پر الکوزي شرکت د ۱۴۴ جریبه دولتي ځمکې خرڅولو په اړه ځواب ویلو ته ور بللي وو.

دوی پر یاد شرکت د ځمکې پلورل له قانون سره په ټکر کې بولي.

دغه ځمکه، چې کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر ته څېرمه پرته الکوزي د هر جریب ځمکه د ۵زره امریکايي ډالرو پلورل شوې ده.

د دغو وکیلانو پر وینا، دولتي پلورل شوې ځمکه د هوانوردۍ او خپلواکې ارضي ادارې ملکیت دی چې د هر جریب ځمکې بیه ۴۰۰ زره امریکايي ډالره اټکل شوې.

د ولسي جرګې دغه غړي ادعا کوي، چې دا ځمکه د الکوزي شرکت ته د ولسمشر غني ټاکنیز ټيم په بدل کې په کمه بیه ورکړل شوې ده.

د ولسي جرګې غړی عبدالقیوم سجادي وايي ددغه ځمکې په پلور د اساسي قانون او ځمکو د تنظیم چارو سرغړونه شوې ده.

خو د ملکي هوانوردۍ رېیس کپتان حامد ظاهر د وکیلانو د ادعاو په اړه وايي چې د ولسمشر دحکم پر بنسټ دغه تړونونه د اقتصادي عالي شورا له ارزونې او د کابینې د پرېکړې وروسته ولسمشر منلي دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي وايي، چې الکوزي شرکت ژمنه کړې چې ددغه ځمکې په پیرلو سره به ۳۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي او د ۲ زره کسانو له پاره به د کار زمینه برابره شي.

د ولسي جرګې غړي اقبال صافي د دولتي ځمکو د غاصبینو په اړه چوپه خوله پاتې کېدل او ددغه پانګونې پر وړاندې نیوکې د پوښتنې وړ بولي.

خو د ولسي جرګې رېیس د غونډې په پای کې دغه تړونونه د قانون خلاف وبلل او زیاته يي کړه چې د ولسي جرګې له خوا ددغه ځمکې ارزونې په موخه پلاوی ټاکل شوی دی او د ارزونې وروسته به خپل راپور ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام