ولسي جرګه د کندوز پېښې د څرنګوالي په اړه پلاوی ټاکي

د کندوز دشت‌ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د دوشنبې ورځ برید چې د ځېنو طالب‌قوماندانانو په ګډون په کې ملکيانو ته هم مرګ‌ژوبله واوښته؛ د عامو افغانانو په شمول یې د ولسي جرګې د استازیو غبرګونونه هم راوپارول.

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د جرګې نننۍ غونډې کې د کندوز وروستۍ پېښه د ټولو قوانینو خلاف کړنه وبلله .

د جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل، سره له‌دې چې برید کې د ملکيانو ترڅنګ طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې؛ خو په مدرسې برید کول د منلو وړ نه‌دی.

نوموړی زیاتوي، د پېښې د څرنګوالي په تړاو به سیمې ته د امنیتي او دفاعي چارو له کمېسیونه یو پلاوی ولېږي.

په ولسي جرګې کې د کندوز د خلکو استازي کمال ساپي وویل چې د کندوز د دشت‌ارچي ولسوالۍ په مدرسې برید د افغانستان د ولسمشر، حکومت او د دې خاورې دوښمنانو کړی‌دی.

هغه همداراز وویل، حکومت کې دننه داسې کړۍ شته چې سوله نه غواړي او د جګړې په اوږدېدو کې خپلې ګټې ویني.

ښاغلی ساپی همدارنګه وايي، طالبان له ملکيانو ګټه پورته کوي او اړتیا ده دولت د دې کار مخه ونیسي.

کمال ساپی د کندوز د پېښې واقعیت بل څه بولي.

په ورته وخت کې کابل کې د ملکيانو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله، د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې د کندوز په یوې مدرسې د هوايي برید غندنه کوي؛ وايي چې دولت باید د ملکيانو په منځ کې دوښمن په نښه نه‌کړي.

د دې ډلې غړی قریب‌الرحمان شهاب وویل، د کندوز پېښې د څېړلو په موخه د حکومت د غوره کړي پلاوي پر څېړنو باور ځکه نه‌لري چې حکومت څېړنې کوي؛ خو پایلې یې له ولس سره نه شریکوي.

اخوا دفاع وزارت ویلي، د کندز د دشت‌ارچي ولسوالۍ برید کې د طالبانو ۱۸ لوړپوړي کورني او بهرني قوماندانان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي‌.

خو طالبان بیا وايي، دې پېښې کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ملي امنیت شورا د غړي خدای‌داد هزاره په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی چې برید کې د ملکي تلفاتو په اړه پلټنې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام