د ولسي جرګې غړيو د اوړي له ۴۵ ورځنیو رخصتیو وروسته، نن بېرته خپل کار پیل کړ.
د ولسي جرګې استازیو په لومړۍ کاري ورځ د هېواد امنیتي وضعیت په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
د ولسي جرګې غړي غلامحسین ناصري او ګڼو نورو وکیلانو د کابل ښار د دشتبرچي کلایناظر سیمه کې د پهلوانۍ په یو کلپ کې وروستی برید په کلکو ټکو وغندلو او حکومت یې د خلکو د وینېتویېدو مسوول وبللو.
د جرګې دوو غړیو عبدالرحیم ایوبي او نظیفې ذکي هم په امنیتي مسوولانو سختې نیوکې وکړې او په ټینګار سره یې د هغو د استیضاح، استعفا او سلبصلاحیت کېدو غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله چې امنیتي مسوولان د وروستیو خونړیو پېښو په تړاو د ځواب ویلو لهپاره دې کمېسیون ته ور وغواړي او پایلې یې عمومي جرګې ته وړاندې کړي.
د یادونې ده چې د تېرې چهارشنبې په ماښام یو ځانمرګي بریدګر د کابل د دشتبرچي کلایناظر سیمه کې د پهلوانۍ یو کلپ په نښه کړ چې له لومړۍ چاودنې شاوخوا یو ساعت وروسته دویمه چاودنه رامنځته شوه.
دغو چاودنو کې د یو خبریال او یو عکاس په ګډون ۲۶ کسان ووژل شول او شاوخوا ۹۰ نور ټپیان شول.
د دې پېښې مسوولیت داعشیانو منلی و.