ولسي جرګه: افغانستان بانک په مشخصو شرکتونو ډالر پلوري

د ولسي جرګې اقتصادي کمېسیون د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې د لوړېدو په تړاو نن د دې جرګې عمومي غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ.

په‌دې راپور کې راغلي چې د نورو لاملونو ترڅنګ، د ډالرو بیې لوړېدل پر څلورو مشخصو شرکتونو د ډالرو پلورلو پورې تړاو لري.

د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون مرستیال منورشاه بهادري سره له‌دې چې د کوم شرکت نوم نه‌اخلي؛ خو باوري دی چې د دې څلورو شرکتونو خاوند یو دی او دغه کس هم د افغانستان بانک سره جوړجاړی کړی‌دی.

د ده په وینا، د ډالر په نوبتي ډول په شرکتونو پلورل کېږي.

د ملي اقتصاد کمېسیون مرستیال منورشا بهادري د راپور د وړاندې کولو پر مهال څو ځلې ټینګار وکړ چې د پولي سیاست په اړه د افغانستان بانګ سیاست بریالی نه‌دی.

ده دغه راز د افغانستان بانګ رییس بې‌اعتنا او بې‌بندوباره وباله او زیاته یې کړه، د مرکزي بانک رییس د کمېسیون غونډو کې له ګډونه ډډه کړې او ویلي یې دي چې ولسي جرګې ته ځواب‌ویونکی نه‌دی.

ښاغلي بهادري په پای کې وویل چې په مرکزي بانک کې دوه‌ګونی چلند او د پیسو په اړه له ارزونې پرته پرېکړه کېږي چې دغه عمل ملي خیانت ګنل کېږي.

د مرکزي بانک ویاند ایمل هاشور وایي چې د قانون له‌مخې، مرکزي بانک د پیسو په بازار کې د لاس‌وهنې حق نه‌لري؛ خو د بهرنیو پیسو پر وړاندې د افغانۍ بیې ساتنې په موخه د راڼه بهیر په ترڅ کې ډالر بازار ته وړاندې کوي.

ښاغلي هاشور د ولسي جرګې د ملي اقتصاد مرستیال په ځواب کې وویل چې د مرکزي بانک رییس تل ولسي جرګې ته ځواب‌ویونکی دی او کله یې هم سرغړونه نه‌ده کړې.

په وروستیو کې د ډالر بیه په بې‌ساري توګه لوړه شوې چې د خوراکي توکیو او استوګنځي پر بیو یې جدي اغېز کړی او وطنوال یې اندېښمن کړي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام