د ځوانانو پارلمان نن یکشنبه (اګست ۱۴مه) د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانیستل شو.
دغه پارلمان یو تمثیلي پارلمان دی، چې د ۶ میاشتو له پاره د ځوانانو د معینیت له خوا ددې له پاره جوړ شوی، چې ځوانان خپلې ګډې موخې دلته ووایي او د هیواد د اجتماعي، سیاسي او اقتصادي وضعیت له پاره خپل وړاندیزونه او طرحې وړاندې کړي.
د دې پارلمان غړي د ځوانانو د معینیت له خوا ټاکل کیږي، چې له هر ولایت څخه درې غړي دوه هلکان او یوه نجلۍ ده.
غني د هیواد ځوانانو ته وویل، چې د ملت استازیتوب یو ویاړ دی او ځوانان د خلکو دردونه دوا کولی شي.
خو د ځوانانو یو شمېر ټولنو په کابل کې د خبري ناستې پر مهال د ځوانانو د پارلمان پر ټاکنه نیوکې وکړلې او زیاته یې کړه، چې دې پارلمان ته ځوانانو د اړیکو، ګوندونو او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د غړو په سفارشونو لاره پېدا کړې ده.
د ځوان غبرګون مشر عصمت الله مسلیم وايي، چې په دې پارلمان کې زیات ځوانان د وړتیا پر اساس نه، بلکې د اړیکو له مخې راغلي دي.
مسلم زیاتوي د ډیرو ولایتونو ځوانانو ته د ازموینې فورمه هم نه ده ورکړل شوې او د ځینو غړو عمرونه یې تر ۳۵ کلونو لوړ دي.
په همدې حال کې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د ځوانانو معین کمال سادات ددې ټولنو نیوکې ردوي او زیاتوي، چې دا پروسه شفافه او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ملګرو ملتونو او د حکومت او ملي شورا د استازو تر څارنې لاندې ترسره شوی دی.
د ځوانانو د پارلمان طرحه د ځوانانو د معینت له طرحو څخه وه، چې د ملګرو ملتونو د سازمان د مالي صندوق په ملاتړ د هېواد په داخلي مسایلو کې د برې اخیستو او د ټولنیزې، سیاسي او اقتصادي برخه کې خپل وړاندیزونه شریک کړي.