ولسمشر په خپل لاس توشیح کړي معلوماتو ته د لاس‌رسي پر قانون باور نه‌لري

یوشمېر خبریالان وايي، چې تېره ورځ ولسمشر د خبري غونډې پرمهال د خبریالانو سره د رسنیو د اصولو خلاف کړنه ترسره کړې او د وینا ازادي ته يې احترام نه‌دی کړی.

د تېرې ورځې خبري غونډې پرمهال له خبریالانوسره  د افغان ولسمشر محمد اشرف غني چلند او د ولسمشر دمرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي  څرګندونو په رسنیزو او ټولنیزو شبکو کې ګڼ شمیر غبرګونونه راپارولي.

ولسمشر محمد اشرف غني  د یکشنبې په ورځ په ارګ کې خبري غونډې پرمهال د یو خصوصي ټلویزون خبریال ته د پوښتنې  وخت ور نه‌کړ او وروسته د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي له یوبل خصوصي  ټلویزیون سره په خبرو کې خبریالان کچالو پلورنکي وبلل.

یو شمېر خبریالان  د ولسمشر چلند ناسم بولي او د رسنیزو کارونو د راتلونکي په اړه اندیښنه څرګندوي.

دغه خبریالان له ولسمشرۍ ماڼۍ غواړي، چې مرستیال ویاند مرتضوي باید له خبریالانو بښنه وغواړي.

خبریال راتب نوري او نوریه نزهت نادري وايي، چې حکومت پر رسنیو د سانسور او محدویتونو وضع کولو هڅه کوي.

دغه خبریالان د ولسمشر وروستی چلند د وینا ازادۍ او خبریال غږ خفه کېدو په مانا بولي.

د دغو خبریالانو په اند که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني خپله مالوماتو ته د لاس رسي قانون توشیح کړی دی، خو په عمل کې داسې ښکاري، چې ممکن دی پر دغه قانون باور و نه لري.

 په همدې حال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسول نجیب شریفي سلام وطندار ته وویل، چې له خبریالانو سره د ولسمشر چلند د نورو حکومتي لوړپوړو چارواکو په څېرنه وو.

 شریفي له شاه حسین مرتضوي غواړي، چې د رسنیزو چارو ته د سپکاوي په خاطر باید د هېواد له رسنیو او خبریالانو بښنه وغواړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د هېواد رسنیوته سپکاوی کوي، له دې وړاندې هم ولسمشر په بلخ کې د ملي پوځ له سرتېرو سره په غونډه کې  ویلي وو چې له رسنیو باد وځي.

هغه مهال هم د ولسمشر دغو څرګندونو د خبریالانو او مدني فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام