ولسمشرغني: په افغانستان کې جګړه د امریکا جګړه نه‌ده

افغان ولسمشر محمداشرف غني او د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس پرون د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډې کې د سویلې اسیا ستراتېژۍ د بریالیتوب، پر ټاکنیزو اصلاحاتو او سولې پروسې ترڅنګ پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، ښاغلي پنس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د افغان ولسمشرغني د عالي رهبرۍ او د امریکا متحدو ایالتونو سره د مشارکت له امله ـ چې پر ګډو ګټو ولاړ دی ـ قدرداني وړاندې کړه.

د مونیخ کنفرانس اړوند:

غني: ټاکنې د تلپاتې سولې له‌پاره حیاتي دي

مونیخ؛ سولې په تړاو د ناټو په ګډون د ګڼو هېوادونو ژمنې

مونیخ کنفرانس؛ غني د ترکیې او اوزبیکستان له وزیرانو سره وکتل

خبرپاڼې له‌مخې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس زیاته کړه، متحده ایالتونه ژمن دي چې افغانستان به یو ځل بیا د تروریستانو پر خوندي ځاله بدل نه‌شي.

ارګ لیکي، نوموړي دغه راز په ټاکنو کې د روڼوالي په پار د ټاکنیزو اصلاحاتو، د ټاکنو په خپلواک کمېسیون د باور پیداکولو او د مشورتي لویې جرګې د جوړولو په موخه د ولسمشر غني د اقداماتو قدرداني وکړ او ويې ویل، د امریکا متحده ایالتونه په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کولو هر اړخیز ملاتړ کوي.

اعلامیه زیاتوي چې محمداشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت او خلکو د قربانیو او مشارکته مننه وکړه او ویې ویل، د سویلې اسیا له‌پاره د متحدو ایالتونو ستراتېژۍ وضعیت ښه کړی‌دی.

د خبرپاڼې په باور، ده وویل چې د سویلي اسیا له ستراتېژۍ څخه په استفادې په افغانستان کې جګړه نوره د امریکا جګړه نه‌ده او په وینا یې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلواک افغانستان او نړۍوال امنیت د ټینګښت په موخه له اتلولیو ډکه مبارزه کوي او په‌دې لاره کې قربانۍ ورکوي. ولسمشر غني ټینګار وکړ، اړتیا ده د سولې په اړه روان بحثونه د تلپاتې سولې د ټینګښت لامل شي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل، هم له ولسمشر غني سره پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې‌دي. د ارګ د خبرپاڼې په وینا، مېرمن مېرکل ښاغلي غني ته ډاډ ورکړی، چې هېواد یې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړی دی او له افغانستان سره به هر اړخیز ملاتړ روان ساتي.

بله‌خوا، د امریکا د کانګرس یو شمېر مخکښو غړیو هم له ولسمشر غني سره کتلي او ټینګار یې کړی چې امریکا باید د سوریې په څېر له افغانستانه خپل ډېر پوځیان را و نه باسي.

د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې د مشر په ګډون دغو امریکايي استازیو ته ښاغلي غني ډاډ ښودلی چې ولسمشر ټرمپ به د ځواکونو د ایستلو پرېکړه د افغانستان له شرایطو او اړتیاو سره سمه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام