افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وارسا غونډې راستنیدو وروسته د دوشنبې په ورځ (جولای۱۱مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې نړېواله ټولنه او د نړۍ هېوادونه له افغانستان سره د مرستو کولو په برخه کې هیڅ راز مجبوریت نه درلود.
ولسمشر زیاته کړه، چې نړۍ د مجبوریت له مخې له افغان دولت سره خپلو مرستو ته دوام نه ورکوي، بلکې دوی و توانیدل، چې نړیوال د افغان حکومت سره د مرستو کولو له پاره قانع کړي.
غني دا هم وویل، چې په نړۍ کې نور هیوادونه هم له زیاتو ستونزو سره مخ دي، خو بیا هم افغانستان وکولی شو، چې د اعتماد فضا رامنځته او د نړیوالو قناعت لاسته راوړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، که نړۍ مجبوریت درلودای، نو سومالیا، سوریه، لیبیا او نورو هېوادونو سره به يې مرستې کولې.
له دې وړاندې د ټولو اندېښنې دا وې، چې په وارسا غونډه کې د نړۍ مرستې به له افغانستان سره د مجبوریت له مخې وي، خو ولسمشر دغو اندېښنو ته د پای ټکی کېښود.
دغه راز، ولسمشر غني پاکستان ته په اشارې سره وویل، هغه هېوادونه چې له افغانستان سره مرسته و نه کړه اوسمهال د انزوا په حال کې دي.
نوموړي وویل، چې د دغو هېوادونو انزوايي حالت به دوی مجبور کړي، چې د افغانستان په اړه له سره او جدي غور وکړي.
ولسمشر زیاته کړه: " موږ له پاکستانه سوله نه غواړو، بلکې غواړو، چې په خپله خاوره کې ترهګرو ته ځای ور نه کړي او سوله نه غوښتونکي دې له خپلې خاورې و باسي."
ولسمشر غني په ټینګار سره وویل، چې د دواړو هیوادو ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکی دی، خو پاکستان له افغانستان سره په یو نا اعلان شوې جګړه کې ده، چې باید ختمه شي.
په وارسا کې د ناټو غړو هیوادونو مشرانو سرمشریزه غونډه کې پریکړه وشوه، چې د دغه سازمان غړي هیوادونو به هر کال د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز او تمویل له پاره ۵ میلیارده ډالره ورکوي.