د لوګر ولایت د پوهنې ریاست وايي، چې د دغه ولایت مرکز پل علم اړوند د حاجي ګلون په کلي کې ناپېژاندو وسله والو د حاجي ګلون د نجونو منځنی ښوونځی سوزولی دی.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مطبوعاتي د فتر په رالیږل شوې خبر پاڼه کې لیکلي دي، چې تېره شپه شاوخوا ۳ بجې دوه تنو وسله والو ښوونځي ته اور ورته کړی.
خبر پاڼه زیاتوي، چې د ښوونځي ځېنې درسي ټولګي، چتونه، دروازې، کړکۍ، مېزونه، څوکۍ ، درسي کتابونه او اداري اسناد سوزېدلي دي.
له بل لوري د سیمې خلکو د ښوونځي بشپړل سوزېدلو مخه نیولې ده.
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست په رالیږلې خبر پانه کې کاږلي دي، چې په دې ښوونځي کې شاوخوا ۵ سوو نجونو زده کړې کولې او هڅه کوي، چې ژر یې ورغوي.
په دغه ولایت کې په داسې حال کې د نجونو ښوونځی سوزول کیږي، چې د وسله والو طالبانو مشر ملااختر محمد منصور په یوه غږیز پیغام کې له وسله والو طالبانو غوښتي وو، چې د عامه ټولګټو ودانيو او بنسټونو ته دې زیان نه رسوي.
د دغه مشر له څرګندونو وروسته د چارواکو په وېنا، په تخار ولایت کې طالبانو د شپې پاڼو په خپرولو سره د نجونو ښوونځیو د سوزولو ګواښ کړی او عملا یې د سرچشمي کلي د نجونو ښوونځی سوزولی.
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د مسولینو پر خبره، وسله والو طالبانو په بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د نجونو ۲۵ ښوونځي تړلي دي او په تړل شویو ښوونځیو کې شاوخوا ۳۴۰۰ نجونو زده کړې کولې.
د دغه ولایت په مرکز کې د نجونو حاجي ګلون منځني ښوونځي د سوزولو مسولیت تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
له دې مخکې هم په لوګر ولایت کې ناڅرګندو وسله والو کسانو د شهید غلام نبي سمسور د هلکانو د لېسې اداري خونې دوه ځلې سوزولې وې.